جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر: د هېواد له نظام د دفاع په موخه باید په واحد...

ولسمشر: د هېواد له نظام د دفاع په موخه باید په واحد صف کې ودریږو

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۱ مه)  ولسمشر غني په هېواد کې له سیاسي څېرو او جهادي شخصیتونو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي چې له هېواده د دفاع په واحد صف کې ودرېږي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او جهادي شخصیت استاد سیاف سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو او همدا راز د جګړې د کمولو پر څرنګوالي بحثونه شوي دي.

خبرپاڼه وایي: ((په دغه کتنه کې د هیواد د روان وضعیت په اړه بحث او خبرې وشوې او له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د واحد صف او پیاوړې سیاسي اجماع، د جمهوري نظام او په هیواد کې د تلپاتې سولې پر ټېنګښت ټینګار وشو.)

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې سیاسي شخصیتونه او جهادي مشران باید له نظام د دفاع په واحد صف کې ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې پردۍ دسیسې بریالۍ شي.

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ټولو اړخونو په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره د هڅو پر چټکتیا، ولسواکۍ پر دفاع او نظام پر ساتنه ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني داسې مهال د هېواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره ګوري  چې دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې جګړې اوج ته رسیدلي او په ترڅ کې یې هره ورځ د دواړو لوریو ترڅنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

که څه هم وسله وال طالبان د ډیری ولسوالیو او سیمو د نیولو ادعاوې کوي خو افغان حکومت وایي، ځینې ولسوالۍ یې نورو ځایونو ته لېږدولي چې دا د سقوط په مانا نه ده.

1 COMMENT

  1. د عبدالله تصویر خبری کوی یعنی د ولسمشر خبره نه منی مګر څه چی پاکستان او فرانسه، ایران او روسیی او امریکا وایی هغه منی ځکه تاریخ پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ جګړه ټول څرګند کړی باید هغه کسان چی ازموینه ورکړی باید بیا ترینه ازموینه وانخیستل شی ځکه دوی مشروطان دی څوک چی ناکام شوی بیا نظام ته ندی راغلی.

    څوک چی بریالی شوی هغه ولس ته منلی اشخاص او چارواکی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب