Home+غیرې دولتي موسسې په ایم آی ایس کې

غیرې دولتي موسسې په ایم آی ایس کې

یونس تنویر

     غیر دولتي موسسې هر کال د بهرنیو مرستو د پام وړ برخه په اقتصادي او ټولنیزو پروژو کې؛ بلخصوص په ښوونه او روزنه، روغتیا، کرنه، د کلیو پراختیا ، ټولنیز خوندیتوب، زیربنا او  د ښه حکومتوالي په برخه کې یې مصرفوي. غیر دولتي موسسې د زیات وخت راهیسې د اقتصاد وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي. او په هرو شپږو میاشتو کې نوموړي وزارت ته راپور ورکوي.

    د غیر دولتي موسسو قانون د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۳۵ مادې په رڼا کې طرحه او تدوین شوی. او د رسمي جریدې په ۸۵۷ مه ګڼه کې نافذ او د نوموړي قانون د ۴ مې مادې له مخې اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو د ثبت او څارنې یوازینۍ مرجع ګڼل کیږي.

     یادو مسسو تر دې دمه په ټول هیواد کې د (1.02) میلیاردو امریکایي ډالرو څخه په زیات ارزښت (۲۸۱۵)  څخه ډېرې پروژې پلې کړې دي. او ددغو ټولو ارقام د اقتصاد وزارت د معلوماتو د مدیریت په سیستم/MIS کې ثبت دي.  اوس مهال اقتصاد وزارت د تمویل کوونکو ادارو په مرسته او د موسسو سره په همغږۍ ډېر اغیزناک او خورا مهم ګامونه اخیستې دي. د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو د انسجام ریاست د جینوا کنفرانس د ژمنو د پوره کولو، اداري فساد سره مبارزه ، د وخت د ضایع کیدو مخنوی، د روڼتیا رامنځته کول، د راپور او ځواب ورکوونې انلاین معلوماتي سیستم  NGOS / MIS  رامنځته کړی دی.

نوموړی سیستم، چې په ۲۰۱۹ م کال کې ایجاد شوی او په ۲۰۲۰ م کال کې پیل شوی. دا سیستم د غیر دولتي موسسو مسوولینو ته دا وړتیا ورکوي، چې د دوی په ادارې پورې ټول اړوند اطلاعات په دې سیستم کې شامل کړي، تر څو روڼتیا، حساب ورکوونه او د فساد مخه ونیول شي. 

     اقتصاد وزارت په دې توانیدلی، چې د غیر دولتي موسسو د معلوماتو د مدیریت سیستم په مرسته هر شپږ میاشتنۍ د هغو پروژو راپور، چې په ټول هیواد کې د موسسو له لوري د پلې کیدو په حال کې دي په اساني او په شفاف ډول لاس ته راوړي. 

همدارنګه، د دې سیستم  په کارولو سره؛ اقتصاد وزارت کولای شي د موسسو له لوري د پروژو د پلي کولو، د لګښتونو اندازه او نور معلومات، چې څنګه د موسسو له لوري پلې کیږي وڅاري.

     اوس مهال له 2200 څخه زیاتې کورنۍ او بهرنۍ موسسو د معلوماتو په سیستم کې شاملې دي. یادې موسسې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د هیواد د وګړو لپاره او هغوی ته د خدمتونو په چمتو کولو کې مهمه ونډه لري.

     اقتصاد وزارت په دې هڅه کې دی، چې د بیوزلۍ کچه راټیټه کړي او د تلپاتې پراختیایي موخو او ملي لومړیتوبونو ته په کتو د غیر دولتي موسسو د چارو څخه نظارت او څارنه وکړي. او همدارنګه اقتصاد وزارت په دې هڅه کې دی، چې په اقتصادي پرمختیا کې د موسسو رول پیاوړی کړي.

     د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییسه نوریه نزهت وايي: اقتصاد وزارت د بریښنایي حکومتوالي، روڼتیا، حساب او ځواب ورکوونې او اطلاعاتو ته د لاس رسي د حق قانون ته خپله ژمنتیا ثابته کړې. او لا نور هم په دې هڅه کې دی، چې بریښنایي حکومتوالي پیاوړې کړي.

له کله چې ډاکټر فاریابي د لومړنۍ ښځینه وزیرې په توګه د یاد وزارت د وزیرې په حیث معرفي او له ملي شورا یې د تایید رایه اخیستې، نو د حکومتوالۍ د بریښنایي کولو هڅې یې زیاتې پیاوړې کړې دي.

    په هیواد کې په ملي کچه اقتصاد وزارت د څارنې او ارزونې یوه واحده مرجع ده؛ مګر د څارنې او ارزونې ددغه میکانیزم بریښنایي کولو کې یوه غټه خوبي همدا ده، چې په چارو کې روڼتیا، د وخت ضایع او د فساد سره مبارزه کې غټ رول لري. یانې اوس مهال د غیر دولتي موسسو د څارنې او ارزونې پروسه او بلخصوص د پراختیایي پروژو باندې د پانګې اچونې جریان، د پانګې اچونې څخه د مخه او وروسته د پانګې اچونې پروسه د MIS/ سیستم  له لارې زیاته شفافه شوې او روڼتیا یې رامنځته کړې ده. یانې دا سیستم / MIS د پراختیایي پروژو د موثریت منظم راپور او د پایلو د لاسته راوړلو لپاره ډېر اړین دی.

منابع :

۱ـ  د عملیاتي چارو معیاري تګلاره( څارنه او ارزونه) ۱۳۹۷ ه ش کال. اقتصاد وزارت، ډ څارنې او ارزونې ریاست.

۲ـ  د غیر دولتي موسسو د انسجام ریاست ویب پاڼه: https://ngo.gov.af/

۳- د پایلو پربنسټ د مدیریت لارښود. اقتصاد وزارت ویب پاڼه:www.moec.gov.af

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...