جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان د حصارک ولسوالي د نیولو ادعا کوي خو حکومت یې نه...

طالبان د حصارک ولسوالي د نیولو ادعا کوي خو حکومت یې نه مني

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۱۵ مه)  وسله والو طالبانو ادعا کړې چې ګواکې د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالي یې نیولې ده خو افغان حکومت یې دا ادعا رد کړې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالي کې افغان ځواکونه په عادي حالت کې دي او د وسله والو په ځپلو بوخت دي.

وسله والو طالبانو تېر ماښام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې ګواکې د دې ولایت د حصارک ولسوالي د دوی جنګیالیو نېولې ده.

خبرپاڼه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د دوی وسله والو د حصارک ولسوالي مرکزیت په شمول امنیه قومانداني سره له ټولو ملحقاتو نیولي او د افغان ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم لاس ته ورغلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي او وایي لا هم افغان ځواکونه په حصارک ولسوالي کې د وسله والو طالبانو د مرکزونو د لمنځه وړلو او ځپلو په حال کې دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې د دغه ولسوالي مرکزیت د خلکو د غوښتنې او د ځایي نظامي شورا له پرېکړې سره سم وړاندې له اصلي سیمې بل ځای ته لېږدول شوی او په عادي شکل یې چارې دوام لري.

هغه د حصارک ولسوالۍ د اصلي مرکزیت د تغییر لاملونه په سیمه کې د خلکو کورونه او ناسم موقعیت یادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار حصارک ولسوالي کې له څه مودې راهیسې د وسله والو طالبانو حضور پراخه شوی و او وخت ناوخت ترې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتو راپورونه ورکول کېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب