پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهولسمشر غني: اړمنو هېوادوالو ته دې د مرستې رسونه کې همغږي ډېره...

ولسمشر غني: اړمنو هېوادوالو ته دې د مرستې رسونه کې همغږي ډېره شي

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۱۵ مه ) افغان ولسمشر محمد غني وایي له بېځایه شوو او وچکالۍ ځپلو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره شي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د اړوندو ادارو له چارواکو سره په هېواد کې پر روانه وچکالۍ، د خلکو پر بېځایه کېدو او بېوزلۍ خبرې کړې دي.

نوموړي د ټولو اداراتو راپورونه اورېدلي او ویلي یې دي چې په هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د نړیوالو بشري مرستو ته جدي اړتیا ده.

هغه پر حکومتي اداراتو غږ کړی چې له شته امکاناتو په استفادې دې اړمنو کسانو ته مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره کړي او هڅه دې وکړي چې د وچکالۍ او بې ځایه کېدو د منفي اغېز مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې په هېواد کې د روانو جګړو او وچکالۍ له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي چې ډېری یې ان لومړني خوراکي توکي هم نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...