جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکايي پوځیان له بګرام څخه په کامل ډول ووتل

امریکايي پوځیان له بګرام څخه په کامل ډول ووتل

تاند (جمعه د سرطان ۱۱) نړیوالو رسنیو د څو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې له نږدې ۲۰ کاله وروسته ټول امریکايي پوځیان له بګرام هوايي اډې ووتل او د افغانستان ملي دفاع وزارت ته یې وسپارله.

دا خبره د افغانستان د دفاع وزارت کې ځینو سرچینو هم تایید کړې ده، خو د موضوع د حساسیت له کبله یې په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي.

ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي او خپلې اډې افغان پوځیانو ته وسپاري.

بګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه وه چې زرګونه امریکايي سرتېري په کې مېشت و.

له بګرام هوايي اډې وتل دا ښيي چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه بشپړېدو ته نژدې شوې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په کابل او کندهار ولایتونو کې هم د مېشتو بهرنیو ځواکونو اډې افغان پوځ ته سپارل شوي دي.

بګرام هوايي اډه داسې مهال افغان پوځ ته سپارل کېږي چې پرون ناوخته د افغانستان د ملي دفاع وزیر له خپل امریکايي سیال سره د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیکو او پوځي همکاریو په هکله خبرې کړي.

بسم الله محمدي له خپل امریکايي سیال سره پر ستراتيژیکو او پوځي همکاریو غږېدلی

بګرام هوايي اډه د کابل په ګاونډ پروان ولایت کې پرته ده چې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه خو ویل کېږي چې اوس د هغه وخت پنځه برابره پراخه او د سیمې په کچه په عصري امکاناتو سمبال ده او د افغانستان تر ټولو مجهز هوایي ډګر هم ګڼل کیږي چې د هر ډول الوتکو کېناستلو وړتیا لري.

1 COMMENT

  1. د نجیب پرمهال دغه ځای یعنی بګرام کی دری دونه طیاری او وسایل و خو هرڅه یی افغانانو مدیریت کول جنګ هم تر دا اوس نه ډیر خونړی و او د هغه وخت دمخالفینو ملاتړی د اوس په مقایسه پنځوس چنده زیات و خو مورال و، نظم و، وطن سره مینه وه او مسلکی صاحب منصب و. اوس خو وزیر دفاع په دلګی، بلوک، کنډک، ټولی او دهغو په صلاحیتونو، دندو پوځي دریځ نه پوهیږی، فرقه خو لا څه کوی عجیبه ده چی افغانستان قول اردو هم لری. په پوځ کی قول اردو ډیر لوی دریځ او تشکیل دی. عسکری نظام چلول او مدیریت کول په دی سپږنو او بیسوادانو غلو، غاصبینو او قاچاقبرو نه کیږی. پخوا به یی ترڅو ۲۴جوړی ګیټس زاړه نه کړل(۱۲کاله عسکری زفت او پروت او تعلیم) نو دلګی مشری رتبی ته نشو رسیدلای اوس جنرالان ګوره !
    بسم الله محمد په ښۍ ګرځ، کین ګرځ. ارام سۍ، مارش او نور ابتدایی تعلیماتو نه پوهیږی . یوه ویدو شته چی نجیب عسکر ته وایی: بچیم اسلحه حیثیت ناموس را دارد….
    نجیب عسکری دریشی اغوستی او په دی ویدو کی داسی خبری کوی چی تر ټولو قوی عسکری جنرال ورته حیرانیږی همدا علت و چی عسکرو یی وسله نه تسلیموله اوس ډلې ډلې تښتی آخر یو څو ږ یره ور دپنجاب غلامان راسی وسله وتښتوی پاکستان ته یی ویسی. دا وسله رنجر او نور عسکری وسایل د افغانانو د ناموس حیثیت لری ایا عبدالله په دی خبرو پوهیږی؟ دا یو څو د کومندو عسکر هم چی دی غنی په ډیرو خواریو ورته نظم برابر کړ که نه اوس به وخته عبدالله هندوستان ته تښتیدلی و او محمدی به تاجکستان او خلیلی به ایران ته …
    دیرس کاله مخکی پاکستان په همدی خاطر اول اردو ختمه کړه اوس یی ارمان درځی که نه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب