Homeخبرونهافغان چارواکي: د افغان جګړې مشري د پاکستان په لاس کې ده

افغان چارواکي: د افغان جګړې مشري د پاکستان په لاس کې ده

تاند (جمعه د سرطان ۱۱) د افغانستان حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان د طالب مشرانو لپاره خوندي پټنځایونه برابروي او همدارنګه د افغان جګړې مشري هم له پاکستانه کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، سربېره پر دې چې د طالبانو کورنۍ او مشران په پاکستان کې ژوند کوي، بلکې د سوق و ادارې او پرېکړو مرکزونه یې هم په پاکستان کې فعال دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د کوېټې شورا او د میرانشاه شورا نومونه اخیستي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان په جوماتونو کې د وسله والو طالبانو لپاره چندې ټولېږي او د طالبانو تبلیغات په منظم ډول اداره کېږي.

افغان چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر  څو ورځې مخکې تایید کړه چې د افغانستان په جګړو کې مړه او ټپي طالب جنګیالي پاکستان ته وړل کېږي او د دې ډلې مشران هم په دغه هېواد کې مېشت دي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د پاکستان په ښارونو کې د طالب جنګیالیو لپاره چندې ټولول زیات شوي دي.

د امریکا غږ راپور: پاکستان کې د طالبانو لپاره د مالي مرستو ټولول زیات شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...