Homeخبرونهبسم الله محمدي له خپل امریکايي سیال سره پر ستراتيژیکو او پوځي...

بسم الله محمدي له خپل امریکايي سیال سره پر ستراتيژیکو او پوځي همکاریو غږېدلی

تاند (جمعه د سرطان ۱۱) د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې دواړو لوریو پرون ماښام د ستراتيژیکو او پوځي همکاریو په هکله مؤثرې او هراړخیزې خبرې وکړې.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې د امریکا دفاع وزیر د افغان ځواکونو وړتیاوې وستایلي او ویې ویل چې دوی د افغان سرتېرو د اوږد مهاله تمویل او مسلکي زده کړو په برخه کې همکاريو ته دوام ورکوي او د افغانستان له حکومت سره دوامداره مشارکت ته ژمن دي.

خبرپاڼه زیاتوي، « د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترهګرو د ځپلو په برخه کې فعاله او مهم رول وستایه او وې ویل: موږ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د اوږد مهاله تمویل, تجهیز او د مسلکي زده کړو په برخه کې همکاريو او د افغانستان حکومت او خلکو سره دوامداره مشارکت ته ژمن یو.»

د ملي دفاع وزارت وايي چې د امریکا د دفاع وزیر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتېدو په هکله اندېښنه وښوده او دا یې هر اخیز تفاهم ته د رسېدو لپاره خنډ وباله. اسټین ټینګار کړی چې د سولې خبرو له رامنځته شوي فرصت باید ګټه واخیستل شي څو افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...