Homeخبرونهنړیوال بانک: افغانستان سره دې دوامداره مرستې وشي

نړیوال بانک: افغانستان سره دې دوامداره مرستې وشي

تاند (جمعه د سرطان ۱۱) په افغانستان کې د نړیوال بانک نوې مشرې ویلي، په دې سختو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومي.

د ملینډا ګووډ په خبره افغانستان د کورونا وبا د خپرېدو او د کړکېچنې سیاسي اوضاع له امله له سختو شرایطو سره مخامخ دی او له همدې امله اړتیا لیدل کېږي‌ چې د نړیوالې ټولنې مرستې خلکو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومي.

مېرمن ملینډا زیاته کړې، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې نړیوال بانک د افغانستان د خلکو یو مهم ملاتړی پاتې شوی او له دې هېواد سره یې د پراختیايي پایلو او پرمختګونو په ترلاسه کولو کې د ستایلو وړ رول لوبولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...