په یوه ځانګړې جغرافیه کې د خلکو یوې یا څو مېشتو ډلو ته ټولنه یا اجتماع وايي، چې دغه خلک ځانګړي کلتوري باورونه او دودونه لري.
په ټولنو کې د انساني ژوند د تضمین لپاره سرې کرښې معلومې دي او خلک اړ ایستل شوي، چې ځینې قوانین ومني او له هغو ټاکل شویو سرو کرښې پښه وانه ړوي.
څرنګه چې انسان یو ټولنیز موجود دی، ځکه يې ټولنیز ژوند خوښېږي او تل غواړي چې په ټولنیزه توګه ژوند وکړي. په همدې موخه ده چې ټولنې منځ ته راغلې دي. ټولنو په یوه هېواد کې د منظم ژوند او برابرو حقونو زمینه برابره کړې ده.
په تېرو وختونو کې کله چې انسانانو ډېر ابتدایي ژوند درلود، که څه هم دوی به ډلې- ډلې او یو څای اوسېدل، خو هغه د ټولنیز ژوند ډېر ابتدایي او بې له ټولنیزو قوانینو او اصولو ژوند و.
د وژلو، ځورولو، تېریو او نورو ډول- ډول فسادونو د مخنیوي لپاره په کې قوانین او اصول نه وو. د وخت په تېرېدو او د انسانانو د ژوند د پرمختګ سره ټولنې رامنځ ته شوې. د ټولنو د رامنځ ته کېدو لپاره په لومړي سر کې د کورنیو رامنځته کېدل ډیر اړین وو، ځکه کله چې کورنۍ نه وي، د ټولنیزو اصولو رامنځته کول هم مانا نه درلوده. مېړه، مېرمن، پلار، زوی، خور، مور، ورور او نور خپلوان به مالوم نه وو. څوک به چا ته مسؤل نه و او هر څوک به چې زورور و، هغه به چې هر څه غوښتل تر سره کول به يې.
همغه و، چې د ټولنو د جوړېدو لپاره لومړی کورنۍ را منځ ته شوې. له دې سره په اتومات ډول د خپلوۍ اړیکې جوړې شوې. یو لړ ټولنیز قوانین او اصول ومنل شول، مور، پلار او نور ټول خپلوان را منځ ته شول. د وخت په تېرېدو سره به څو خپلوانو کورنیو سره یو ځای ژوند پیل کړ او د خپلې کوچنۍ ټولنې د نظم لپاره به يې دود او دستور را منځ ته کړل. خور به له ورور سره واده نه کاوه. زوی به پلار او مور ته درناوی کاوه. په همدې توګه لويې ټولنې، ټبرونه، قومونه، ملتونه او بالاخره هېوادونه رامنځته شول.
هرې ټولنې، ټبر، قوم، ملت او هېوادونو د خپل ټولنيز ژوند د نظم لپاره د خپلې سويې سره اصول او قواعد را منځ ته کړل. د دې اصولو له مخې به یو چا پر بل ظلم او زیاتی نه شو کولای.
هر څوک اړ و، چې د ټولنې دود او دستور ته درناوی وکړي. که چا به سرغړونه کوله د هغوی د اصلاح لپاره جزایي قوانین رامنځته شول.
په لومړیو وختونو کې به جزايي قوانین هم ډېر ابتدایي وو، خو د وخت په تېرېدو سره هر څه نوي شول. له يوې خوا که د ټولنې د وضع شویو دود او دستورونو څخه سرغړونې مډرنې شوې، په همدې شکل ورسره د مخنیوي اصول هم بدل شول.
که په پخواني يونان کې د ټولنې له دود او دستور څخه د سرغړوونکي کس لپاره له ټولنې څخه شړل او یا اعدام و. وروسته له ټولنې څخه د شړلو او اعدام تر څنګ تبعید او شاقه کارونو ته لېږل هم رواج شول. نن ورځ هم هر هېواد د ټولنې د نظم لپاره وضع شوي قوانین او ځینې دودونه او دستورونه لري.
د سرغړوونکي لپاره هم هر هېواد جلا قوانین لري. په ځینو هېوادونو کې د قاتل لپاره اعدام او بیا په ځینو هېوادونو کې يوازې زندان د جزا په توګه ټاکل شوي دي.
د ټولنې نظم هغه څوک ګډوډوي، چې وضع شویو قوانينو او د ټولنې دود او دستور ته درناوی نه لري.
قتل، غلا، دروغ ویل، تجاوز، د بل خور لوري ته په بده سترګه کتل، د ټولنې د نظم خرابول، د نظام پر ضد په ناحقه پروپاګند کول، له دښمن سره مرسته کول، فحشا او نور ټول هغه څه چې د وضع شویو قوانينو له مخې منع دي، ترسره کول يې له قوانینو څخه په سرغړونه کې راځي.
زموږ په هېواد کې هم د ټولنې د نظم لپاره وضع شوي قوانین او له پخوا څخه را پاتې شوي دودونو موجود دي.
زموږ په ټولنو کې به دود او دستور ته ډېر احترام او درناوی کېده. که چا به سرغړونه کوله مخکې له دې چې د وضع شویو قوانينو له مخې جزا ور کړل شوې وای، د ټولنې مخورو به په خپله هغه کس ته جزا ټاکله او هغه کس به يې په منلو مجبور و.
جزا به له نصیحت څخه نیولې بیا تر ناغې، وهلو، شړلو او تر وژلو پورې به وه.
له بده مرغه نن ورځ هر څه په اوبو لاهو شوي دي. د هېواد وضع شویو قوانينو ته خو څه چې له خپلو پلرونو او نېکونو څخه را پاته شویو دودونو ته هم درناوی نه شته.
په جګړه کې به ښځو ته چا څه نه ویل، بې ګناه انسانانو سره به چا کار نه درلود، جومات، تکیه خانه، مدرسه او ښوونځی به امن و.
مشرانو ته په په ښه سترګه کتل کېدل، پر کوچنیانو به شفقت او زړه سوی و. اوس دا هر څه ګډوډ شوي دي.
تر څو چې په خپله د ټولنې خلک د خپل ژوند د سمون او د خپلې ټولنې د نظم لپاره هغه قوانینو او دودونو ته چې د يوې سالمې ټولنې د لرلو لپاره د پېړیو- پېړیو په اوږدو کې وضع شوي، عمل ونه شي، ټولنه او د ټولنې ټول افراد به بی له استثنا بدمرغه وي.