تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۳) نیوزیلنډ د هند پر وړاندې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او هند ته یې په ماتې ورکولو سره د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پای لوبه په خپل نوم کړه.
نیوزیلنډ هند ته د ۸ لوبغاړو په توپير ماتې ورکړه.
هند په دویمه پاڼۍ کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف ټاکلی و، چې یاد هدف نیوزیلنډ د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه یې په خپل نوم کړه.
نیوزیلنډ لپاره کین ویلیمسن ۵۲ ناسوځېدلې، راس ټیلر ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
هند لپاره بیا روي چندرن اشوین ۲ لوبغاړي وسوځول.
د یادولو ده چې د پای لوبې په دوه ورځو کې د باران له امله لوبه ونه شوه.
هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې خو په دویمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۷۰ منډې وکړې.
نیوزیلنډ بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۹ منډې وکړې او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې.
د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ لوبې د ۹ بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، چې نیوزیلنډ په کې اتلولي خپله کړه.