Homeخبرونهد سیاسي اجماع پیاوړتیا؛ ولسمشر له سیاسي او جهادي رهبرانو سره ناسته...

د سیاسي اجماع پیاوړتیا؛ ولسمشر له سیاسي او جهادي رهبرانو سره ناسته کړې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳۰) ولسمشر غني د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي رهبرانو سره مشورتي ناسته کړې ده.

له ولسمشري ماڼۍ څخه په خپرو شوو مالوماتو کې راغلي، د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د سولې پروسه د افغان دولت لومړیتوب دی او د دې بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي.

په دې ناسته کې دغه راز امریکا ته د ولسمشر غني سفر مهم بلل شوی دی.

د سرچنیې په خبره، ولسمشر غني د واحد صف او د سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره دغه ډول ناستې مهمې بللې او د دا ډول ناستو د دوام پرېکړه یې کړې ده.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې سپینې ماڼۍ امریکا ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د ورتګ خبر ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې ولسمشر بایډن به د جون ۲۵مه غني او عبدالله ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایي.

د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.

اعلامیه وړاندې لیکي: «د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.»

اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له حکومت سره ژورې اړیکې ولري چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریکا ته ګواښ پېښ نکړي.

1 COMMENT

  1. ویل کیږی چی افغان ولسمشر او د مصالحی عالی شورا مشر ۲۵ جون امریکا ته لاړ شی چی ۲۶ جون د نشیو توکو سره د مبارزی نړیواله ورځ سمون خوری سفر لری او همدارنګه ویل کیږی چی راتلوونکی اونی د عبدالله په مشری ځینی جهادی او سیاسی څیری دوحی ته د طالبانو سره مذاکره لپاره لاړ شی نو اوس د حیرانی خبره ده چی عبدالله امریکا ته څه وخت ځی او قطر ته څه وخت روانیږی

    ځینی سیاسیون فکر کوی چی امریکا او پاکستان کوښښ کوی چی د عبدالله یعنی شورا نظار ډلی او طالبانو ترمینځ شریک نظام جوړ شی ځکه نو طالبان په دولتی چارو نه پوهیږی او د شورای نظار ډله د پاکستان ټولو غوښتنو مثبت غږ پورته کوی ځکه کله چی عبدالله پاکستان ته لاړ نو داسی استقبال وشو لکه د یو دولت ولسمشر او همدارنګه یی اوس مسعود په نوم په اسلام آباد کی دده یو جاده جوړه کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...