پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهعثمان کاکړ د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

عثمان کاکړ د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

تاند (دوشنبه د جوزا ۳۰) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سناتور او وتلي پښتون سیاستوال عثمان کاکړ د سختو ټپونو له امله د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ډاکتر سید عالم مسید د هغه د مړینې خبر تائید کړی دی او ویلي یې دي چې کاکړ نن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ویل کېږي نوموړی په کور کې غورځېدلی او سر یې شدیده ضربه خوړلې وه، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه سیاستوال یوسف کاکړ ویلي چې پر عثمان کاکړ په خپل کور کې برید شوی و چې له امله یې ټپي شوی و، خو د دې برید په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي.

عثمان کاکړ تر ټپي کېدو وروسته لومړی د کوېټې یوه روغتون ته انتقال شو او له هغه وروسته په کوما حالت کې کراچۍ ته ولېږدول شو، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په اغاخان روغتون کې بستر و.

د کاکړ د ټپي کېدو او مړینې په هکله بېلابېل راپورونه ورکول شوي، خو تر اوسه یې په هکله دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د عثمان کاکړ مړینې په لر او بر وطن کې خلک سخت غمجن کړي او په خپلو پیغامونو کې یې د پښتون قام د حقونو لپاره د هغه مبارزه ستایلې ده.

ګڼ شمېر افغان چارواکو او عامو خلکو د هغه مړینه یوه لویه ضایعه بللې او پر خپلو ټولنیزو رسنیو یې لیکلي چې هغه تل د حق غږ پورته کړی و.

عثمان خان کاکړ یو له هغو سیاستوالو څخه و چې په لر او بر یې زړه خوږېده او تل یې د پښتون د حق غوښتنې نارې وهلې او ټول ژوند یې د دغه ټبر د حق ترلاسه کولو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.

4 COMMENTS

  1. د پښتنو يو بل ستوری په اسمان کې وسوځيدل. په پښتنو داسي ګيناڅيد روان دي سي حتا په نړۍ کې ساری نه لري. د پښتنو د علل او پوهي خاوندان د نړيوال وحشي امپرياليزم سي په سر کې يې امريکا او د امريکا فرنګي وفادار غلام تورمخی دجال پنجابی ده.ټول په تدريجي ډول له منځه وړي. د پښتنو مشران دومره غلامان دي سي د موزي واک لپاره له موره وروره او ناموسه هم تير دي. سپږن طاليب سي تورمخي پنجابي يې په غاړه کې ځنځير وراچولي او ښځي او ماشومان يې ترينه يرغمل نيولي. هيڅ ملي او انساني غرور نه لري د پنجابي تورمخي ځنځير ته داسي غاړه پخپله ونيسي لکه روزل سوی سپی. پښتنو ته ځمکه او اسمان بلا ګرځيدلي لعنتي جهاديانو د چور او چپاول لپاره او د ډالرو لپاره د خپلې ماينې پرتوګ هم خرڅ کړ. پښتنو !!! د اللهﷻ لپاره که يو نسۍ تاسي به فلسطينيان خو بيا هم ښه دي يو څه خاوره. تاسي به ای پښتنو په سره کتاب کې وليکل سۍ د اسرائيلو په شان به لکه د موسی ع په وخت څلويښت خو څه کوې تر قيامته په سحرا کې ګرزۍ. د الله ﷻ لپاره پښتنو که ضمير او وجدان لرۍ همت وکړۍ راويښ سۍ انقلاب وکړۍ له دغه ذلالته ځان وژغورۍ. کاکړ تورمخي پنجابي شهيد کړ دغسي به نور په زرګونو شهيدان کړي. درود د شهيدانو په روح. لعنت په موزيانو او د پنجاب او يرغلګرو په غلامانو او د افغانستان او د پښتون قوم په دښمنانو

  2. I am sorry for great osmaan Dakar.he will no more between pashtoons.
    I want janat ferdous for markhoom and I am saying sorry for all pashtoons and special for his family.
    I become very sad for this bad news for us.
    all lah dee wobakhee. amin
    razmohammed Mohmend

  3. PASHTOONS WE HAVE TO DO REVOLUTION FOR FREEDOM.
    NOW WE ARE STRONG FROM EVER.
    LETS STAND UP AGAINST PUNJAAB.
    ONE TIME EVERY ONE WILL DIE. IF WE DIE FOR OUR RIGHTS THIS WILL BE GREAT.
    THANK YOU
    UNITED PASHTOONS

  4. که افغانان ټول سره يو نشي. همدا به مو ورځ وي. نن عثمان خان سبا بل او بل سبا بل. هره ورځ د افغان او پښتون په کور د غم ناره ده. خدای ته ګورئ افغانانو خصوصا پښتنو له دې ذلت ژوند ځانونه خلاص کړئ. مونږ او تاسو خو د خوښۍ ورځ ونه لیده، پرېږدي چې زمونږ ماشومان یې خو وګوري. او دا له اتحاد او ورورولی پرته امکان نلري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب