شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کار او ټولنیزو چارو وزارت ۳ کارکوونکي د قانون ماتونې په...

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۳ کارکوونکي د قانون ماتونې په تور ونیول شول

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳۱) د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۳ لوړپوړي کارکوونکي له خپلو صلاحیتونو څخه د ناسمې استفادې په تور نیول شوي دي.

ارین زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو کې د بشري سرچینو رییس، مالي رییس او د استخدام آمر شامل دي.

نوموړی وایي یادو کسانو به له خپلو صلاحیتونو څخه ناسمه ګټه اخیسته او غیر قانوني اجرات به یې ترسره کول.

طارق ارین واضح نه دي ویلي، چې  نیول شویو  کسانو کوم غیر قانوني کارونه یې ترسره کړي دي خو وایي، دوی د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمنو سره د مبارزې ریاست پولیسو نیولي دي او ترې څېړنې روانې دي.

بل لورته عام خلک او د نظر خاوندان هم د حکومت دا قدام ستایي.

دوی وایي، که حکومت ورته اقدامات پر وخت ترسره کړي نو هېڅکله به بل څوک فساد کولو ته زړه ښه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب