Homeخبرونهپکتیا کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

پکتیا کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

تاند (دوشنبه د جوزا ۳۱) د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د پکتیا ولایت د مطبوعاتو دفتر نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه چاودنه نن تر ماسپښين مخکې د احمد ابا ولسوالۍ اړوند عطايي کلي کې شوې ده چې له امله یې دوه نارینه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې او په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په یوه جنازه کې د ګډون لپاره روان و چې پر موټر یې د سړک غاړې ماین چاودلی دی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د پکتیا چارواکو د دغه پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو دغې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...