شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنیويارک ټایمز:د امریکا له وتلو سره به افغان پوځ له ګڼو ننګونو...

نیويارک ټایمز:د امریکا له وتلو سره به افغان پوځ له ګڼو ننګونو سره مخ شي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳۰) نیویارک ټایمز ورځپانه وایي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

راپور زیاته کړې، یوازې امریکایي ځواکونه نه دي چې له افغانستان څخه وځي بلکې زرګونه هغه قرارداديان هم وځي چې له افغان هوایي ځواکونو سره یې مرسته کوله.

ورځپاڼې د یو افغان پیلوټ له قوله ویلي چې دوی د امریکا ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د یو شمېر چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي وو، د امریکایي قراردادیانو له ملاتړ پرته د افغان ځواکونو الوتکې د اغېزمنتوب له اړخه څو میاشتې هم دوام نه شي پیدا کولی؛ نو د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به افغان پوځ له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

ورځپاڼې همدا راز زیاته کړې، چې دا مسئله اوس د بایډن ادارې د مهمو بحثونو برخه ده او دوی د دې ستونزې یوه حل لاره دا بولي، هغه قراردادیان چې له خصوصي سکټور سره کار کوي او امریکا یې تمویلوي، له دې وروسته افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

2 COMMENTS

  1. نړیوالی رسانی تل د افغان د ویرولو او ډار ښکارولو لپاره داسی خبرونه او شایعات خپروی

  2. غنی او کرزی خو داسی کار نه دی کړی چی اردو دی پری قوی وی! د اردو نیمی پیسی د شر او فساد مفسدینو او دغرب هومو سیکسوالیستانو وړي دي! نیم پیس په ونډبازۍ کې ولاړي او نیمی هم په سپکه وسله!
    اردو هم د دغو ظالمانو سره ده! خو اخر به دوی تښتي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب