Home+د نړۍ تر ټولو شتمنې ښځې ۲ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالره...

د نړۍ تر ټولو شتمنې ښځې ۲ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالره وبخښل

تاند- د امازون د بنسټګر پخوانۍ ماندینې مکنزي سکاټ اعلان وکړ چې دوه ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالره مرستندویو ټولنو او هغې موسسې ته ورکوي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې کار کوي.

اغلې سکاټ، چې د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه ده، د ټولنیزو شبکو له لارې د دغه خبر د اعلانولو ترڅنګ ویلي دا پیسې چې دې بخښلي؛ د مرستو ترلاسه کوونکو ته د مثبتو فعالیتونو لار هواروي.

مکنزي سکاټ تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کې هم د خپلو شتمنیو ۶ ملیارد ډالره د کورونا ځپلیو د مالي مرستو پروګرام، د تورپوستو تعلیمي مرکزونو، د جنسیتي مساوات په برخه کې فعالو موسسو او پوهنتونونو ته بخښلي وو.

د فوربس مجلې پر اساس د مکینزي سکاټ شتمني ۶۰ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

دا پیسې یې په ۲۰۱۹ کې له خپل مېړه جیف بیزوس څخه د طلاق پر سر له جوړجاړي وروسته ترلاسه کړې.

بیزوس خپلې مېرمن (سکاټ) ته د طلاق ورکولو په بدل کې هغې ته په امازون شرکت کې د خپلې شتمنۍ په سلو کې ۴ ورکړه. په وروستیو دوو کلونو کې د دغه شرکت د  ونډو ارزښت خورا لوړ شوی دی.

د امریکا اکثره ملیاردران لکه د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس او د هغه پخوانۍ ماندینه ملیاردونه ډالره مرستندویو ټولنو ته ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...