جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثارغوریاني کورونا نیولی دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثارغوریاني کورونا نیولی دی

تاند — د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثاراحمد فیضي غوریاني چې اروپا ته په یوه رسمي سفر تللی دی، د کووېډ-۱۹ په کورونا وایرس اخته شوی دی.

ښاغلی غوریاني د هغه هیئت غړی دی چې په وروستیو کې چک جمهوریت ته تللی څو د هغه هېواد پام له افغانستان سره سوداګرۍ او د معدنونو په برخه کې پانګونې ته راجلب کړي.

د افغانستان د حکومت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، د افغان حکومتي هیئت او چکي چارواکو له ګډو پروګرامونو څخه وروسته غوریاني غوښتل چې له هغه هېواد څخه وځي، خو د هوایي سفر لپاره د تیاري په موخه د هغه د کورونا ټېسټ مثبت راووت.

یادې سرچینې وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر روغتیایي حالت بد نه دی او په پراګ کې د افغانستان د سفارت په استوګنځي کې قرنطین شوی دی.

غوریاني په ۱۳۴۶ لمریز کال د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې زېږېدلی، په اداره او دپلوماسۍ کې یې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي، پخوا یې د سوداګرۍ چارې ترسره کولې او له څو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په توګه کار کوي.

5 COMMENTS

  1. دا وزیر دومره بی احتیاطه دی چی ټولو ماسکونه اخوستی دی او دا د جيتندر غوندی بی غمه ولاړ دی. يو بل مجلس کی هم همداسی بی ماسکه او بی غمه ولاړ و.

  2. خدای دې وزیر ته صحت ورکړي لاکن دا نه یوازې د ده بلکې د افغانستان د ټول حکومت بې نظمي ښيي چې د یوه بل هېواد له صدراعظم سره په داسې حال کې چې هغه ماسک اچولی، دی بې ماسکه ولاړ دی.‌ د افغانستان له حکومت نه زمونږ غوښتنه دا ده چې هېڅ چارواکی دې له پوره ټیسټ نه پرته بل هېواد ته نه پرېږدي او دا دې ور وښيي چې د نورو هیوادونو پروتوکولونه مراعت کړي. لطفا لطفا لطفا مونږ نه غواړو چې وزیران او لوی چارواکي مو په بد نوم یاد شي او د افغانستان نوم بد شي. مننه

  3. ياره دا ماسکه نه په پوزه کوله دا خو د مقابل سړي په هکله کي سخته بي ادبي ده. . ټوله نړی دا وزير او ديپلومات ويني چه څومره بي نيزاکته ده، دا مقابل ديپلوماتان به هم له ځانه پوښتنه کوي چه له چاسره مو کاروبارده. وايي ووښ ته يي وويل چه غاړه د کږه ده اوښ ورته وويل چه کوم ځاي مي کوږ نه دی.
    له چا ګيله اوکړو

  4. وحید
    سړی په دوو کې حیران شی، که ماسک تړو ملایان مو عقیده ضعیفه بولی، که یی نه تړو وایی هلی چی د نورو هیوادو پروتوکولونه رعایت کړئ، که د امیرحبیب الله کلکانی بچه سقو صفت وایو وای هله مرتجع شو که دامان الله خان غازی کارنامی یادی کو وای هغه ږیره نه لرله کافر و، که د وطن سره مینه ښیو وای هله کمونیست دی که دپاکستان صفت را واخلو وایی دا مو تاریخی دشمن دی حیران پاتی یو. البته دا ټول د جامعی د مذبذب او بی ثباتی نتیجه ده که ټول لاسونه سره ورکړو یو غښتلی، باثباته ، مترقی، واحد په خپلو پښو ولاړ افغانستان را جوړ کړو دا ټوله ذهنی ګدوډی او تشتت اصلاح کیږی، نو له انتقادونو تیر شئ تر هرڅه مخکی ټوله توجه او هڅې د سولی اوثبات خواته واړوئ. زموږ او تاسو روحی حالت کاملاً د ټول هیواد وصعیت سره په سیده توګه ارتباط لري. د وطن سربلندی او ثبات او استحکام ستاسو دفکر او عقیدی د ثبات او استحکام لامل ګرځي، خو سرچپه یې بیا معکوس حالت دی.
    زه یقین لرم تاسو هر یو مختلفو ځایو کی متردد یاست او تردد سره مخامخ شوی یاست، کله چی له میدان وردګو څخه موټر کی کینئ تسپې لاس کی اخلئ، مسواک د واسکټ بر جیب کی عمودی دروئ، څادر له سره تاووئ، سم چی له کمپنۍ را واوړۍ بیا نو پطلون او ښایسته پاک یخن قاق اغوندئ. نده همداسې؟
    خو ظاهر شاهی او د داود خان وخت داسی نه و،هغه وخت ټولو علاقدارانو تر وزیرانو رسیمیاتو کی دریشی اغوسته ټول امان الله خان غازی مترقی باله او ټول په ملی مفکوره کی سره متفق وو، او ټول ریښتیانی مسلمانان و، سیاسی اسلام لا نه ونازل شوی. درنو ځوانانو نور له غفلته ویښ شئ هیڅوک مه سپکوی اول به ځان اصلاح کو موږ هریو له ما نیولی تر تا پوری اصلاحاتو او مثبت بدلون ته اړتیا لرو، چې یوه ګوته بل ته نیسی څلور نوری دی ځان ته کږیږی. خدای پاک دی وزیرصاحب روغ بیرته ګران وطن ته راولی . بااحترام خدای وکی څوک می خپه کړی نه وی؟؟!!

  5. دوستانو! د خلاصون لار وحدت او انقلاب دی!!!!!!!!!!!!!
    انقلاب دوه شرطونه لري:
    ۱- عینی شرایط: قتل، ظلم، لوږه،بې کوري بی عدالتی، غلا ،شوکې او….. د انقلاب دا شرط خپل اوج ته رسیدلی.هر څوک د دغو شرایطو مثبت بدلون غواړي.
    ۲- ذهني شرایط: د یو ملی رهبر یا ګون موجودیت چې زمونږ ناراضه ټولنه د بدلون دپاره رهبري کړي. داسې رهبر او ګوند چې عادل رحمدل مهربان او …….. وي او خپې ګټې د ټولنې په ګټو کې و وینې.
    بدبختی دا ده چې زمونږ رهبران ربانی، ګلبدین،سیاف،دوستم،نور،محقق،خلیلی،مجددی انګلیس ګیلانی او نور د شر او فسادغله منافقین د تروریسم د بانډونو(ګوندونو) مشران چې له اسلام څخه اسغار جوړ کړي او د دنیا پهبازار کې سوداګانې وربانې کوي.
    په دی بنا ملنګجان بابا وايي: اوښ که لوړ دی د شودو تمه تریې مه کړه ــ لاکن دروند یې باروه په وړلو روږد دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب