جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد وېشل شویو کمپیوټري تذکرو شمېر له ۵ میلیونو څخه واوښت

د وېشل شویو کمپیوټري تذکرو شمېر له ۵ میلیونو څخه واوښت

تاند — په افغانستان کې د معاصرې ټکنالوجۍ په اساس د چاپېدونکیو کمپیوټري تذکرو د توزیع پروسه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په وېب سایټ خپاره شوي تازه ارقام ښیي چې دغه شمېر له ۵ میلیونو څخه اوښتی او تر ننه پورې د ۵ میلیونو ۱۱ زرو او ۴۷۴ کسانوتذکرې چاپ او توزیع شوي دي.

د یادې ادارې په وېب سایټ د هغو عارضینو شمېر هم له ۷ میلیونو څخه اوښتی چې د کمپیوټري تذکرو د ترلاسه کولو لپاره یې خپل نومونه ثبت کړي او د تذکرو د ترلاسه کولو پروسه یې تر غور لاندې ده.

کمپیوټري یا الیکترونیک تذکرې د لرونکي په هکله باوري معلومات خوندي کوي او د ګڼ شمېر آنلاین پروسو په برخه کې مرسته کوي. دغه ډول هویت پاڼې د پام وړ اقتصادي او ټولنې ګټې لري او په اساس یې په اسانۍ سره د پاسپورټ، د موټروانۍ د لایسنس، او کاري جواز په شمول نور اسناد ترلاسه کیږي.

په افغانستان کې د کمپیوټري تذکرو وېش په لومړي ځل د ۱۳۹۷ د ثور په ۱۳مه د ولسمشر غني له خوا د لومړۍ تذکرې په اخیستلو سره پيل شو خو په وروستیو کې دغه بهیر ډېر چټک شوی او د تېرو دوو میاشتو په بهیر کې له ۲ میلیونو څخه ډېرې تذکرې وېشل شوي دي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب