شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامر الله صالح وايي، د زابل له شينکۍ ولسوالۍ د سرتېرو وتل...

امر الله صالح وايي، د زابل له شينکۍ ولسوالۍ د سرتېرو وتل یو راز دی

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د زابل له شينکۍ ولسوالۍ څخه د افغان سرتېرو وتل او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازینی کنډک تر شا پرېښودل يو راز دی او ښه نه ده چې څوک پرې وپوهېږي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان نن وویل چې د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب له جګړې پرته له ګڼ شمېر وسلو او د ملي اردو له مهماتو سره په لوی لاس طالبانو ته پرېښول شوې ده.

ښاغلي صالح په دې هکله په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، اړتیا نشته چې په روانو حالاتو کې د بیان د آزادۍ په نوم عملیاتي رازونه افشا شي. د هغه په خبره که چېرته په دې هکله معلومات ورکړل شي ښايي د دولت مخالفې وسله والې ډلې ترې ګټه پورته کړي.

نوموړی زیاتوي، « په دې کې هېڅ شک نشته چې هېواد له سختو حالاتو تېریږي. په ورته وخت کې د ناپوهۍ او تروریستي ډلې تلفات زموږ د ځواکونو په پرتله درې چنده دي. د دښمن په پروپاګند باور مه کوئ.»

نن د زابل د ولايتي شورا رئيس عطاجان حق بيان يوه وېډيو خپره کړه چې په کې طالبان د سرتېرو له ټانکونو سره را روان دي او ادعا يې وکړه چې په شينکۍ ولسوالي کې يو کنډک له درنو وسلو سره له مقاومت پرته طالبانو ته پرېښودل شوی او طالبانو افغان سرتېري تر ښاره بدرګه کړي دي.

دغو انځورونو او وېډيو په ټولنيزو رسنيو د خلکو توند غبرګونونه راپارولي، خو د ولسمشر لومړي مرستیال له شينکۍ ولسوالۍ څخه د افغان سرتېرو وتل او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو دغه کنډک تر شا پرېښودل، چې وايي یو راز دی نه دی بربنډ کړی او همدا لامل دی چې د امرالله صالح څرګندونو د حق بيان تر ادعا لا زياتې اندېښنې په خلکو کې پيدا کړې دي.

بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې شینکۍ ولسوالۍ یې د کمپاین په نامه د یوې قرارګاه تر تصفیه کولو وروسته نیولې ده.

نوموړي زیاته کړې، دغه ولسوالي اوس په بشپړه توګه د دوی په لاس کې ده او له یادې ولسوالۍ څخه یې سلګونه سپکه او درنه وسله او خورا ډیر مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

خو د اتل قول اردو درستیزوال جنرال عبدالمتین حسنخېل وايي، چې خپل سرتېري یې په تاکتیکي ډول ایستلي او په لازم وخت کې به بېرته شینکۍ ولسوالۍ ته ځواکونه ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب