شنبه, مې 4, 2024
Home+شهیدي: هڅه کوم ملي لوبډله سختو سیالیو ته چمتو کړم

شهیدي: هڅه کوم ملي لوبډله سختو سیالیو ته چمتو کړم

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۷) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وایي، له څو ورځو را هیسې یې د ملي لوبډلې له یو شمېر نورو لوبغاړو سره یو ځای سخت تمرینونه پيل کړي.

شهیدي زیاتوي هڅه کوي، چې لوبډله سختو سیالیو ته چمتو کړي.

نوموړی وایي، لوبډلمشري یو دروند مسوولیت دی، خو ډاډ ورکوي چې د خپلو پیاوړو لوبغاړو پر مټ به د نړۍ هرې پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

افغان لوبډلمشر ټینګار کړی، چې دوی سر له اوسه تمرینونه پیل کړي او هڅه کوي چې پر ملي لوبډله د هېوادوالو باور پر ځای او لا ورته ویاړونه راوړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ملي لوبډلې تمرینات پيل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب