شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبریتانیا د افغان پوځ او سولې پروسې د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

بریتانیا د افغان پوځ او سولې پروسې د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټلفوني خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي چې ښاغلي غني او ښاغلي جانسون نن ماسپښین ټلیفوني خبرې وکړې.

د بیان له مخې، په دې ټلفوني مکالمه کې د برتانیا لومړي وزیر له افغان دولت په ځانګړي ډول له امنیتي ځواکونو او افغان سولې پروسې څخه د خپل هیواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.

ارګ وايي چې ولسمشر غني هم په افغان سوله کې د بریتانیا رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د یاد هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د ولسمشر غني په خبره چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنی دی او که د افغان سولې پروسه ټکنۍ کېږي، نور ډېر هېوادونه دي چې زیانونه به وویني.

1 COMMENT

  1. BRITISH IS NOT HONEST WITH AFGHANISTAN.
    BRITISH HISTORICALLY FRIEND OF PAKISTAN AND ALSO INDIRECT HAVE RELATION WITH TALIBS.(HELMAND PROVINCE)
    BRITISH FRIEND WITH AMERICA BUT FALLOW POLICY WITH PAKISTAN.
    BRITISH HAVE SOME INTELLIGENT ALSO IN AFGHANISTAN.
    BRITISH&RUSSIA ARE ENEMY OF AFGHANISTAN.
    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب