شنبه, مې 4, 2024
Home+په وسله وال پوځ کې د ښځو ونډه| جنرال دولت وزیري

په وسله وال پوځ کې د ښځو ونډه| جنرال دولت وزیري

په وسله وال پوځ کې د ښځو ونډه| جنرال دولت وزیري

د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه مرستیال د ۱۳۹۹لمریز کال په وږي/سنبله کې په وسلوالو ځواکونو کې د ښځو شمېر ۲۴۰۰ یاد کړی و، چې اوس به دغه شمېر تر دې زیات لوړ وي، ځکه وروستي ارقام ښيي چې په ملي پوځ کې له شمولیت سره د ښځو د ګډون لېوالتیا زیاته شوې ده.

کله چې د وسله والو ځواکونو نوم اخلو، بې له ځنډه مو جګړې ذهن ته راځي، ځکه د وسله والو ځواکونو دندې همداسې تعریف شوي دي. د خپلواکۍ، پولو، د ځمکنۍ بشپړتيا ساتل او د کورني امنیت ټینګول يې دندې دي. کله چې هېواد د پرديو له خوا له خطر او کړکېچ سره مخ شي، د هېواد وسله وال ځواکونه وسلې ته لاس کوي او خپله وجيبه چې د هېواد ډاډمن ساتل دي تر سره کوي.

 په عادي او د امن په شرایطو کی د وړتيا د لوړولو او ښوونې او روزنې تر څنګ په سختو شرايطو کې هم د مخملت تر څنګ وي او هغه دندې تر سره کوي چې هلته وسلې او جګړې ته په کې اړتيا نه ليدل کېږي.

د طبیعي افتونو لکه د زلزلې، ځمکې ښويېدنی، سېلابونو، بارانونو، واورو، توپانونو، وبا او په نورو ورته سختو حالاتو کې د خپلو خلکو مرستې ته وردانګي او په ډير وياړ يې په چوپړ کې وي. دلته ده چې په وسله والو ځواکونو کې ښځې نه يوازې چې د جګړو پر وخت له وسله والو ځواکونو سره مرسته کولای شي بلکې بې له جګړه ييزو حالاتو هم اوږه په اوږه له خپلو وروڼو سره یو ځای کار او د خپل هیواد خدمت کولای شي.

د پوځي نرسانو، ډاکټرانو، واکسیناتورانو، ښوونکو، ژباړونکو، مطبوعاتو د دفتر او د استخباراتو په برخه کې بې له شکه ښې دندې تر سره کولای شي. که څه هم د دوی شمېر اوس هم کم دی، خو د کار اغېز یې خورا زیات دی.

که خبره د جګړه ییزو حالاتو وي، بیا که د تاریخونو پاتې واړوو، وبه ګورو چې  د انسانانو له پیدایښت سره یو ځای جګړې را منځ ته شوې دي. یوازې جګړو د شکل، وسلو او موخو له پلوه سره تفاوت درلود.

یو مهال جګړې تن په تن، په سوک، څپېړه او موخې به يې هم ډېرې ساده وې. په دې مهال هم ښځو په یوه شکل نه په يوه شکل مستقیم او یا غیرمستقیم ډول په جګړو کې برخه درلودله. کله به چې يو جنګيالی ټپي شو، همدغه مېرمنې به وې چې درملنه او پالنه به يې کوله او يا به يې د جګړې ډګر ته خوراکي توکي رسول. که څه هم د دوی امکانات په نشت حساب وو او حکومتونو هم کومه ځانګړې همکاري نه ورسره کوله.

کله چې د جګړو شکل، وسلو او موخو بدلون وموند، ډله ییزې جګړې رامنځته شوې، وسلو هم رواج وموند، وسلې به ډېرې ساده، تر تېرو ډبرو او کوتک پورې وې او موخې يې یو څه پراخه او هغه به د ښکار پر سر او يا د يوې سیمې د نیولو لپاره وې.

په دې مرحله کې هم د مېرمنو رول نه شو نفي کولای، ځکه د ډبرو او کوتکونو راټولول او د جګړې ډګر ته د خوراکي توکو رسول يې پر غاړه درلودل او د ټپیانو درملنه به يې هم پر غاړه وه، په ځينو وختونو کې به د وژل شویو جنګياليو لېږدول او خاورو ته سپارل هم د دوی پر غاړه وو.

 هر څومره چې جګړو عصري شکل غوره کاوه او خبره تر بريد، مدافعې، کمین، رفتار، محاصرې، شاتګ او نورو مدرنو شکلونو پورې ورسېده، وسلې هم ډېرې مډرنې او د توپ، ټانک، راکټ، الوتکو څخه نیولې تر اټومي، بيالوژيکي او زره وي وسلو پورې رامنځته شوې. موخو هم کاملا بدلون وموند، له مستقيمو مستعمرو نيولې د لويو امرتوریو جوړول او د نړۍ په سطحه د زبرځواکونو رامنځ ته کېدل د جګړو اصلي موخې شوې.

په دې ټولو حالاتو او مرحلو کې د ښځو رول پر خپل ځای او ډېر څرګند و. له یوې ښې روزل شوې سرتېرې نيولې خبره تر سترو جنرالانو پورې ورسېده. نن ورځ د نړۍ په وسله والو ځواکونو کې دوه، درې او څلور ستوري لرونکي جنرالانې مېرمنې په لويه کچه کار کوي او د نارينه وو په څېر په جګړو کې د سرتېرو او لارښوونکو افسرانو او جنرالانو په توګه دندې تر سره کوي.

 له مخابرو او دفتره نيولې تر نرس، ډاکټر، پيلوټ او په نورو ډېرو مهمو برخو کې کار کوي. ښځې د ټولنې نيمايي او غوره برخه ده، څومره چې نارينه د کار وړتيا لري، ښځې هم د نارينه وو په څېر د دغه وړتيا خاوندانې دي.

د افغانستان په تاريخ کې ډېرې داسې پېښې ليدل شوي دي، چې ښځو د جګړې ډګر ته خوراکي توکي، وسلې او مهمات رسولي دي. په جګړو کې يې هم برخه اخيستې ده او د جګړې په ډګر کې د خپلو حماسي سندرو په ويلو سره د مېړنيو د غورځنګونو سبب ګرځېدلي دي.

نازو انا، عینو، ملاله میوندۍ، سنځله ادې، غازي ادې سليمانخېله، زهرا او په سلګونو نورې يې سترې بېلګې دي، چې هره د سلګونو نورو سرتېرو د الهام سرمشق شوې ده. دوی ته یې روحیه ورکړې، د دوی وینه یې په جوش راوستلې او د مهمو جګړو پر مهال یې د ماتې اسباب کم کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت نن سبا د ښځینه سرتېرو د ګمارنې لړۍ که څه هم اسانه کړې ده، خو داسې شرایط یې ایښي دي، چې په واقعي معنی مسلکي او وړ کسانو ته په ملي پوځ کې د شمولیت لار برابرېږي.

هغه ښځینه چې غواړي په ملي اردو کې شامل شي، لومړی باید لږ تر لږه تر لیسانس کچې زده کړې ولري، په اداره، کمپیوټر، ساینس، حقوقو، سیاسي علومو یا اقتصاد کې یې زده کړې کړې وي.

په انګرېزۍ ژبه بلده وي او د کمپیوټر کارونې وړتیا لري او عمر یې هم تر ۲۸ کلونو لوړ وي.

نن ورځ هم د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په پراخه پيمانه د خپلو خویندو حضور په خپل څنګ کې ګوري او پرې ویاړ کوي.

 نن له نرسې نیولې بیا تر ډاکترې، سرتېرې، بریدملې، افسرې او پیلوټې پورې په وسله والو ځواکونو کې موجودې دې، چې شمېر یې هم په زیاتېدو دی او دوی په نورو هېوادونو کې مسلکي زده کړې هم کوي.

نن ښځې له سرتېرې نيولې بيا تر درې ستوري لرونکې جنرالې پورې په وسله والو ځواکونو کې خپل هېواد ته د چوپړ ویاړ لري او وسله وال ځواکونه پرې هم وياړي.

جانان به ولی توره نه کړي

تر نيمايي مورچله زه ورسره ځمه

تر دې کږې اوږۍ دې ځار شم

تړلې تا ده کږه زه له خیاله ځمه

کمیس مې لنډ ونیسه مورې

یار مې ضابط دی زنګون کیژ ورته کومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب