څلورم څپرکی
۱۴مه برخه
د يپتليانو د دولت کمزوري
د پارس د ساساني واکمنو زورواکي
استاد شهسوار سنګروال
د پارس هخامنشيانو د لرغوني او تاريخي افغانستان ډېرې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې. افغانستان يې ونيو، ولې د دوی ټولواکمنۍ هم خپل سر وخوړ. که موږ د لرغوني افغانستان لرغونی پېر لږ تر لږه له «ويدي» مهال (۱۴۰۰ م ز) را پيل کړو او بيا تر اوستايي (۱۲۰۰ م ز) پېر پورې. ګورو چې افغنستان په دغه وخت کې د يوه پرمختللي کلتور څښتن وه ولې هخامنشيانو او وروسته يونانيانو هم چې په افغانستان يرغل وکړ، افغانستان بې اغېزې پاتې نشو. يوناني ژبې، کريکوبوديک فرهنګ، هنر، سياست او اداري جوړښت، ليکدود او ليکلوست او نورو فرهنګي پرمختګونو، زموږ په ويدي او اوستايي تمدن اغېزه وکړه. ولې بيا هم ساکانو په لوی افغانستان کې د يوه افغاني دولت بنسټ کېښود او د کوشانيانو د واکمنۍ په مهال لا ځواکمن او پياوړی شو.
له کوشا ني واکمنو وروسته د ساکانو او کوشانيانو تربوران يپتليان واک ته ورسېدل.
د يپتلي افغان دولت لومړی واکمن چې په ۴۲۵ ز کال واک ته ورسېد «افتالينوس = يپتالينوس» نومېد چې ډېرې سيمې يې د پارس له ساسانيانو نه ونيولې، خو د دې کورنۍ سل کلنه ټولواکمني (۵۲۸ ز کال) هغه مهال له ګواښ سره مخ شوه چې د هيواد له لوېديځ او جنوب ختيځ پلوه په جګړو کې ښکېل شو.
له يوې خوا په هند وستان کې د يپتلي حکومت ټغر مخ په ټولېدو شو او له بلې خوا ساسانيانو او ترکانو په سيمه ييزو واکمنو برلاسی وموند.
د افغاني دولتونو د ماتې لاملونه
ساکان، پارتيان، کوشانيان ،کیداریان ،یپتلیان او نور. که له يوې خوا د خپل مينځي جګړو له کبله يو د بل پسې واک ته ورسېدل خو د همدې جګړو له کبله کمزوري هم شول.
هغه مهال چې ساکان د خپلو تربورانو پارتيانو لخوا له پارس (ايران) نه وشړل شول، خو د مخزېږدي لومړۍ پېړۍ په شاوخوا کې ګندهارا ته ورسېدل او تر پنځمې زېږدي پېړۍ يې حکومت وکړ.
ساکانو خپلو کې هم د شلو کالو په موده کې، ډېرې جګړې وکړې او ځای ځای سيمه ييزې واکمنۍ مينځ ته راغلې. د يوناني تاريخپوهانو په اند، دوی هم د خپلو تربورانو پارتيانو په څېر يو جنګيالی ټبر وه. د هېرودوتس او «آريان» د څرګندونو له مخې دوی د پارس د هخامنشيانو په لښکر کې ګډون درلود، ولې د دومره جګړه اييز ځواک سره سره په لومړي سره کې، د هند شمال لوېديځ سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې … د برتانيې د موزيم له توکو څخه (ليکوال په خپلو سترګو دغه توکي ليدلي دي) برېښي
چې ساکانو د زمري تخت لاين کپيټل loin capital هم د هند «ماتو را» څخه ترلاسه کړ. ولې پوښتنه پيدا کېږي چې ولې له ماتې سره مخ شول؟
د دې پوښتنې يو ځواب ښايي دا وي چې ډېر ارياني توکمه واکمن د خپل مينځي جګړو له امله خپل واک له لاسه ورکړی وي.
لکه څنګه چې ساکان د پارتيانو لخوا کمزوري شول دا رنګه پارتيان په ځانګړي ډول د «ارساکيد پارتيان» په لوېديځ کې د پارس ساساني واکمن ۲۲۵ ز کال د «اردشير Ard sher» لخوا له مينځه لاړل.
هغسې خو له دېنه د مخه په «۷۵» ز کال په ختيځ کې هم د پارتيانو کورنۍ (د دوی دوه کورنۍ ارساکيد او سورين نامتو وې) خپل واک له لاسه ورکړی وه.
د ارياني ټبر يوه بله کورنۍ کوشانيان وه.
دوی د جنوب په لور پرمختګ وکړ. پارتيان چې د روم د قيصر لخوا ځپل شوي وه. د کوشانيانو لخوا يې ماته وخوړه. لومړی کجولاکادفيسيس kujula kadphises واک ته ورسېد.
کوشانيانو نه يوازې ختيځ ايران تر خپلې ولکې لاندې راوست بلکې پنجاب، ګنګا، الله اباد او ان بنارس پورې سيمې يو د بل پسې ونيولې، کنشکا خپله ټولواکمنۍ بيا د هغه مهال د هند پلازمېنې ماتورا ته وغځوله. د مک ګورن MC Governپه وينا چې د چين د څېړونکو په وړاندې چې ګنې دوی يوچيان دي کښلي دي:
کوشانيان د سايتيانو يوه بله پښه ده چې د ساکانو او پارتيانو له نږدې تربورانو څخه ګڼل کېږي.
کنشکا که څه هم د بوديزم پالنې ته تن کېښود، خو له ده نه د مخه نورو کوشانيانو د بېلابېلو مذهبونو تر اغېزې لاندې خپلې لمانځنې پرمخ وړلې، چې موږ يې هراکلس Heracles، هيپاستس Hephaestus، ميتراس Mithras، شيو shiv د بېلګې په توګه يادولی شو.
ګندهارا چې د بوديزم پلازمېنه وه، نو ځکه خو کنشکا د اوړي پلازمېنه کاپيسا او د ژمي پلازمېنه پېښور وټاکه. سراولف کارو د چينايي سيلانيانو هر يو فاهين Fa – Hien او هيون تسنګ Hiven – Tsang له انده ليکلي دي:
«د اوسني پېښور ګنج ګېټ Ganj Gate د باندې په ۱۹۰۹ ز کال کې د کنشکا يو ډېر ښايسته، لرغونی او تاريخي تابوت وموندل شو چې پېښور موزيم کې ساتل کېږي.»(۱)
د کنشکا د مړينې په اړه بېلابېل څېړونکي بېلابېل اندونه لري ولې سراولف کېرو د څېړنې له مخې وروستيو څېړنو ښودلې ده چې نوموړی په يوسلويوپنځوس» ز کال (پټانز ۱۳۰ مخ) مړ شوی دی.
موږ د مخه د يپتليانو په اړه اوږدې خبرې وکړې او دا مو وويل چې څرنګه واک ته ورسېدل او بيا څرنګه له ماتې سره مخ شول؟
«آرد شير چې د ساسان لمسی و او د «ستاخر يو مذهبي شخصيت و، د فارس يا پرسيس Persis رښتينی ايرانی وه او ځان يې د هخامنشيانو قانوني پاتې شونی باله د پارتيانو وروستی پاچا ارتبانوس Artabanus ته ماتې ورکړه او په ۲۲۶ ز کال پاچا شو.»( ۲
همدا راز د ساسانيانو د ټبر او نيکونو په اړه ډېرې څرګندونې شوې دي، چې موږ دلته غواړو د ساسانيانو تر سرليک لاندې خپلې خبرې وغځوو.
ساسانيان څوک ول، او څرنګه واک ته ورسېدل؟
د ساسانيانو د زوزات او ټبر په اړه ډېرو څېړونکو ډېرې څرګندونې کړې دي چې موږ په دې لړ کې د اريانا دايرة المعارف ليکنې ته تم کېږو:
«د دې لړۍ مؤسس بابکان دی چې نيکه يې ساسان نومېده نو ځکه خو په ساسانيانو مشهور شول. دې سلسلې له ۲۲۶ م څخه تر ۶۴۲ م په ايران کې پاچاهي کړې ده او د شير بابکان، لومړی شاپور، لومړی هرمز، لومړی بهرام نرسي، آذر نرسي، دويم شاپور، دوم اردشير، دريم شاپور، څلورم بهرام، لومړی يزدګرد، پنځم بهرام، فېروز قباده لومړی خسرو (عادل نوشيروان)، څلورم هرمز، پروېز او دريم يزګرد د دې سلسلې پاچاهان وو.»( ۳
لکه چې يادونه وشوه لومړی شاپور لا واک ته نه وه رسېدلی او د يوه وليعهد په توګه د خپل پلار تر څنګ ولاړ وه د خپلو دښمنانو په وړاندې جنګېده.
دوی نه يوازې د «ارساکيد» ټبر جګړه ييزه وړتيا له مينځه يووړه بلکې واليريان د روم ټولواک يې په ۲۶۰ زېږدي کال د ايدسه Edessa په ډګر کې يرغمل کړ او له ځان سره يې اسير يووړ.
د کوشانيانو او د روم د ټولواک تر مينځ دوستانه اړيکې پارسيانو ته د زغم وړ نه وې نو ځکه خو يې لومړی کوشانيان، بيا د هغوی ځايناستي وځپل او ورپسې يې د روم ټولواکمنۍ وګواښله.
له شاپور نه د مخه لا د کوشانيانو ژمنۍ پلازمېنه پېښور په ۲۳۰ ز کال د «آرد شېر» لخوا نيول شوې وه، دا ځکه چې د کوشاني ټبر وروستی واکمن «واسوديوا Vasudeva» لا تر ۲۲۶ ز کال پورې د دې سيمې واکمن وه.
لکه څنګه چې له ساسانيانو د مخه يو شمېر افغان ټولواکو لويه ټولواکمني په دغه سيمه کې جوړه کړې وه، دا رنګه ساسانيانو هم د څلورو پېړيو په شاوخوا موده کې په دغې سيمې واک وچلوه. د شاپور د مهال په نقش رستم کې چې د «اور لمانځنې» په دېوال د پرسيپوليس Persepoli په ښار کې کوم څه چې لوستل شوي دي د دغو ليکنو له مخې ډاګيزه شوې ده، چې پېښور (پاسکيبورا Paskiboura) د پارس د ټولواکمنۍ ختيځه پوله وه.
خو ساساني واکمن دريم يزدګرد په ۶۴۲ ز کال د عربو مسلمانانو لخوا په (نيهاوند) کې ماته وخوړه او د افغانستان مروې ته وتښتېد.
موږ د مخه د پېښور د نوم يادونه وکړه چې د لومړي شاپور په نقش رستم کې د پاسکبورا = پېښور په بڼه کښل شوی دی خو دويمه کلمه د څېړونکو په اند د افغان د کلمې لومړنۍ بڼه ده.
Abgan Rismaud Guandiffer (ګوندېفر افګان ريسمود) د سپرينګ لينګ Spreng ling په حواله ورته نوم لکه «اپاکان» Apakan چې دريم شاپور ياد کړی دی د پام وړ دی.
«د فونيټيګ په حساب ابګان – اپاکان او افغان ورته کلمې دي او د وخت په تېرېدو سره يې تکامل کړی دی. کېدای شي چې د ساسانيانو دغه معتبر مشران د افغاني قبيلو لکه يوسفزو او يا درانيو نيکه ګان وي.»( ۴)
د مخه دا يادونه وشوه چې د اسلام لښکرو د ساسانيانو وروستی پاچا يزدګرد د نهاوند له جګړې (۲۰ هـ کال) نه وروسته دېته اړ کړ چې خپل هېواد پرېږدي.
په دغه وخت کې د ګندهارا د واکمنو له يوې مهمې پلازمېنې پېښور نه را واخله تر ګندهارا او له هرات نيولې تر مروې او بدخشانه پورې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې سيمه ييزې واکمنۍ موجودې وې.
افغانستان له غور نه تر مروې پورې د سوري ټبر يو نامتو سردار «ماهوي» د واک څښتن وه دريم يزدګرد، چې د عربو سپهسالار «احنف» ورپسې وه ماهوي ته پناه يووړه.
نوموړي کوښښ کاوه چې د امو سين له پورې غاړې د «خاقاني» مرسته ترلاسه کړي خو بريالی نشو چې په پای کې د يوه زرنده ګړي له لاسه ووژل شو.
عرب سپهسالار چې د سوري ماهويانو واک او ځواک وليد، نو دوی يې د راتلونکې لپاره د اسلام د پرمختګ په وړاندې يو ستر ګواښ وبلل، نو ځکه يې ماهوي له دغې سيمې نه وشاړه او د امو په څنډو کې تر ډېره وخته واکمن و.
کله چې د اسلام د سپېڅلي دين اوازې خپرې شوې، په سيمه کې چې کوم مذهبي دودونه پالل کېدل په پيروانو او پلويانو يې لړزه ګډه شوه.
افغانستان په وړاندې، د ساسانيانو او ترکانو ټلواله
اريا توکمه وګړو کله د خپل مينځي جګړو له کبله او کله هم د بهرنيو يرغلګرو له امله يوې کورنۍ د بلې کورنۍ ځای نيولی دی.
په افغانستان د هخامنشيانو بريد او د دوی په وړاندې د افغاني اريايانو پاڅون، په حقيقت کې د دواړو لورو د کمزورۍ لامل وه. ورپسې د سکندر بريدونه او د ده په وړاندې د اريايانو درېدل. مهمه لا دا چې د نا اريايي سکندر د پوځ ليکې لا د يو شمېر همدغو اريايانو لخوا پياوړې شوې.
همدغه پارتيان، ساکان، کوشانيان، او يپتاليان وه چې له پارس نه راواخله تر هندوستانه پورې د واک او ځواک څښتن وه. دا چې ولې يو د بل پسې واک ته ورسېدل. پدې اړه د مخه څرګندونې شوې دي.
خو دا چې د يپتليانو واک ولې له ګواښ سره مخ شو،د ډېرو لاملونو په لړ کې يو هم د ترکي او ساساني ټلوالې ګډ بريدونه وه، چې يپتلي ټولواکمني يې تر ګواښ لاندې ونيوله.
تورکي توکمه وګړي هم هغه مهال افغانستان ته ننوتل چې يپتليان په سيمه ييزو واکمنيو وېشل شوي ول.
لوېديځ تورکي خانان چې د امو رود پورې غاړې لکه سمرقند، تاشکند، او نورې يو شمېر سيمې يې په ولکه کې وې ورورو له امو سينه را پورې وتل او له ساسانيانو سره يې د افغانانو پرضد ټلواله جوړه کړه.
که څه هم لوېديځوال او چينايي لرغونپوهان په يوه خوله ندي. يوناني او رومي تاريخپوهان انګېري چې يپتليان او شيونيان يو ټبر دی.
چينايانو دوی د،يي – تي ـ لي – دو (Ye – ti – I – li – do) په نوم يانې يپتليان ياد کړي دي، چې هيونګ نو Hiung – nu هونيانو ته منسوب کړي دي.
چينايان دا هم وايي چې دوی په ترکي او منګوليايي ژبو غږېدل. يو شمېر نور څېړونکي دوی د کوشانيانو اولاده ګڼي چې په يوچيانو Yueh – chi ګډېږي. ولې دې خبرې ته يو شمېر لرغونپوهان د شک په سترګه ګوري.
سراولف کاروSir olaf Caroe بيا په دې اند دی:
«يپتليان د ترکي نژاده هونيانو په ګاونډ کې اوسېدل. ژبني او نسبي اړيکې د دوی د ګډېدو سبب شولې. هر يوه په دې وياړ کاوه چې ځان هونيانو ته منسوب وبولي.
په شمالي ترکستان کې دوی د ايران او توران په پولو کې کوچي ډوله ژوند درلود… ترکي – ايراني ترکيب پوره د منلو وړ دی.»( ۵)
يپتليانو يا سپينو هونيانو د څلورمې زېږدي پېړۍ په شاوخوا کې يوه لويه ټولواکمني جوړه کړه چې تر شمالي هند پورې پر مخ لاړل او په لوېديځ کې د ساسانيانو امپراتوري له منځه يوړه.
د پارسيانو وېره هغه مهال زياته شوه چې يپتليانو په ۴۵۰ ز کال د باختر پراخې ځمکې لاندې کړې او بيا يې د هيواد جنوب لوېديځ لور ته مخه کړه. ساساني او ترکي ټلواله د تورکي خان «استامي» سلزبول يا (ديزابول) او خسرو انوشېروان چې دولت يې د اوږدې مودې راهيسې د يپتليانو له ګواښ سره مخ وه تر مينځ جوړه شوه.
که څه هم دغې ټلوالې ډېره موده دوام ونکړ او کومې سيمې چې له يپتليانو نه نېول شوې وې د وېش په سر يو د بل په وړاندې ودرېدل او جوړه شوې ټلواله بېرته ړنګه شوه. ولې بيا هم د افغانستان شمالي سيمې د ۲۷ ترکي خانانو تر مينځ چې پلازمېنه يې کندز وه ووېشلی شوې او د هېواد لوېديزې سيمې د ساسانيانو په ولکه کې پرېوتې. خو افغانان بيا هم د سيمه ييزې واکمنۍ څښتن وه.
په افغانستان کې، سيمه ييزو واکمنو ته يوه لنډه کتنه
کله چې يپتليان د ساسانيانو او ترکانو د ټلوالې لخوا په ۵۶۸ ز کال له مينځه لاړل د افغانستان يو شمېر سيمې د دغې ټلوالې ترواک لاندې راغلې. ولې بيا هم د افغانستان يو شمېر غرنۍ سيمې د سيمه ييزو خانانو او مشرانو په واک کې وې.
هغه مهال چې د اسلام د سپېڅلي دين د پراختيا او پرمختيا لپاره هاندې هڅې چټکې شوې، نو د اسلام لښکرې د عربي هېوادونو له پولو نه ووتلې او په دې هيله چې د اسلام د دين ښېګڼې ټول بشريت ته ورسوي.
د اسلام د دويم خليفه حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې عربو په پارس بريد وکړ او د ساسانيانو ټولواکمنۍ يې ړنګه کړه.
دا چې ولې ساساني پياوړې امپراتوري دړې وړې شوه، د دې څو لاملونه د پام وړ دي:
۱- لومړی دا چې د مسلمانانو ايماني جزبه او جنګي روحيه دومره پياوړې وه، چې له مرګ نه يې هېڅ وېره نه لرله، او د اسلام په سپېڅلي دين يې دومره عقيده درلوده چې ساری يې په نورو اديانو کې نه ليدل کېږي. دوی پدې نيت وه که چېرې جګړه وګټي غازيان او که په جنګ کې مړه شي، شهيدان بلل کېږي.
۲- د ساسانيانو کورنۍ ستونزې:
په ايران کې کړکېچ دې کچې ته رسېدلی وه چې د پارس واکمن يو د بل پسې وژل کېدل او سيمه ييزو واکمنو هم مرکزي حکومت ته لوی ګواښ پېښ کړی وه.
ساساني سرداران په عياشۍ کې دومره ډوب وو چې په دربار کې د ښايسته او ښکلو نجونو شمېر دولس زرو ته رسېده، او په ځانګړي ډول خسرو له خپلې ارمني معشوقې «شېرين» سره په بدلمنۍ کې دومره ډوب وه، چې د خپلې هغې ټولواکمنۍ په پام کې نه وه چې د افغانستان ډېرې سيمې ان د ګندهارا تر ختيځو سيمو د پارس د امپراتورۍ په واک کې وې.
دويم خسرو د خسرو نوشېروان نه وروسته (۵۹۰ – ۶۲۸ ز کال) انتيوک Antioch، دمشق Damascus او يورشلم (بيت المقدس) Jerusalem ونيول. له مصر نه تر انقرې پورې پر مخ لاړ او ان د بيزنتين له ټولواکمنۍ سره يې ګډه پوله پيدا کړه.
خو «هيراکليس Herclisus» د بيزانتين ځواکونو ته امر وکړ او په لږ وخت کې کوچنۍ اسيا او ارمينيه Armenia له پارسيانو آزاد کړل او د پارس پلازمېنې «کتيسيفون Ctesiphon» ته ورسېدل.
د ايران پاچا دويم خسرو د خپل زوی لخوا چې مور يې د روم د بيزانتين شهزادګۍ وه (۶۲۸ ز- ۶ هـ) ووژل شو.
«نوموړي نه يوازې خپل پلار وواژه، بلکې خپل وروڼه چې شمېر يې «۱۵» ته رسېده هم ووژل. ده «۸» مياشتې حکومت وکړ.
له ده څخه وروسته زوی يې «ارد شېر» چې کوچنی ماشوم وه د سردارانو لخوا پاچا شو. په پای کې ووژل شو. څنګه چې په ساساني شهزاده ګانو کې نور څوک نه وه، نوبيا «پوراندخت» د خسرو پروېز لور په تخت کېناسته.»( ۶)
لنډه داچې يو د بل پسې تر دويم يزدګرد پورې لږ تر لږه ۱۲ تنو په شاوخوا کې ساساني واکمنان ووژل شول.
د ايران دغه کړکېچ نه يوازې د ساسانيانو ټولواکمني له ګواښ سره مخ کړه بلکې د ساسانيانو تر ولکې لاندې سيمې کهم په دې لټه شوې چې خپلواکي ترلاسه کړي.
له دې ټولو مهمه دا چې د اسلام لښکرو د يو شمېر زورواکو پولې ماتې کړې او دا ګواښ ان تر ايران پورې راورسېد.
په دغه مهال افغانستان هم يو باثباته مرکزي حکومت نه درلود. هيوڅانګ چې د لېږدي لومړۍ پېړۍ په شاوخوا کې افغانستان ته راغلي وو په ډېره ښه توګه يې د افغانستان د پېښو انځور کاږلی دی. او دا يې په ډاګه کړې ده چې په دغه وخت کې افغانستان د سيمه ييزو واکمنو لخوا اداره کېده.
د دغو سميمه ييزو واکمنو په لړکې،لکه دمخه چې يادونه وشوه، يوه کورنۍ د لويکي ټبر وه، چې مشران يې له غزني نيولې تر زابلستان پورې د سيمه ييزه واک او ځواک ځښتن ول.
«لنګورتهه ډيمز» نامتو انګرېزی سېکه پېژندوکی او لرغونپوه ليکي چې دغې کورنۍ د دويمې او دريمې لېږدي پېړۍ په شاوخوا کې د غزني سيمه ييزه واکمني په غاړه درلوده او مشر يې «شاه لاويک» نومېده… دی د کابلشاهانو نږدې متحد وه… «په دغه موده کې د اسلام سپېڅلی دين د افغانستان ډېرو سيمو ته نه وه رسېدلی.
په افغانستان کې بېلابېلو سيمه ييزو واکمنو له خپل تاج و تخت نه دفاع کوله او نه يې پرېښودل چې عربان لاسبري شي.»( ۷)
ډېر څېړونکي په دې اند دي چې لويکان يوه شاهي کورنۍ وه چې په زابل او غزني شاوخوا سيمو کې استوګن وه.
«د لويکانو په اړه بشپړ معلومات په واک کې ځکه نشته چې له يوې خوا د مرکزي حکومت نه شتون او له بلې خوا د يپتليانو ځوړتيا، د ساسانيانو او د ماوراءالنهر ترکانو د ټلوالې بريدونه… دا ټول هغه څه وه چې ډېر څه له مينځه تللي دي او څه چې پاتې هم دي هغه د بهرنيو څېړونکو په انګېرنو ډډه لګول دي.»(۸
که داسې نه وي نو بيا ولې د دې سلطنتي کورنۍ په اړه ډېر معلومات په واک کې نلرو. حال دا چې لويکان يو لرغونی ټبر دی، ان دا چې د دوی د يوه نيکه نوم د بغلان په ډبر ليک کې هم تر سترګو شوی دی «لويک بوسر» نومېده او د کوشانيانو د واکمنۍ په مهال د اوبو لګولو وزير وه.
له يادې شوې نېټې وروسته دوی له بغلان نه پرته په زابلستان، غزني او ګردېز کې ان د يعقوب ليث او سلطان مسعود تر واکمنۍ پورې استوګن وه.
د لويکانو په ګاونډ کې يو بل نامتو ټبر رتبيل شاهان وه چې له دوی سره يې د دوستۍ اړيکې هم لرلې اوسېدل. دوی د زابل وه او کابل شاهانو سره يې د خېښۍ او خپلوۍ اړيکې لرلې.
زابلي رتبيل شاهانو تر ارغنداب او سيستان پورې واک چلوه او د عربو ډېر برېدونه يې په شا تمبولي وه خو په ۲۵۸ هـ کال صفاري يعقوب لخوا له مينځه لاړل.
هغه کابل شاهان چې په لومړۍ اسلامي پېړۍ کې د واک او ځواک څښتن وه ان تر پنجاب پورې ځمکې لاندې کړې وې.
د البيروني د څرګندونو له مخې دغه کابلشاهان د برهتګين اولاده ګڼل شوې ده. ولې زما په اند دغه ټبر له هغو تګينيانو سره کوم تړاو نه درلود چې کورنۍ يې وروسته په الپ تګين او سبګيګن ياده شوه.
د کابل شاهانو يو شمېر سېکې چې ترلاسه شوې دي داسې برېښي چې ښايي د دوی د ټبر په تړاو د يو شمېر کسانو نومونه وي، چې موږ سپاله پتي، پدمه، ونکه ديوا او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
کله چې د عربو لښکر کابل ته راورسېدی د کابل شاهانو واکمنو، د عبدالرحمن ابن سمره په وړاندې وجنګېدل. په پای کې ماته وخوړه او د پېښور له لارې، ټکسلا، ويهند او پنجاب ته پرشا شول.
د کشمير پاچا «کوپاله ورمن» هم له دې مهاله ګټه واخسته، د پېښور، سوات، مردان او يو شمېر نورې سيمې له دوی څخه لاندې کړې.
په افغانستان کې د دغو سيمه ييزو واکمنو په لړ کې يوه بله کورنۍ د «نپکي ملکان پکې» سلطنتي کورنۍ وه.
د غزني د کيندنو له مخې چې کوم لرغوني توکي د سپړنو په ترڅ د پروفيسر «توچي» په لارښوونه په ۱۳۳۷ ل کال د اېټالوي پلاوي په زيار دوه تنو نامتو کارپوهانو «شراتو» او «بمباچي» کار پيل کړ او يوه ودانۍ يې وموندله.
کله چې بل ځل بيا په سردار تپه، نغاره تپه او «بوت خونه» کې کار پیل شو له اسلام نه د مخه يو شمېر لرغوني توکي چې په هغه پېر پورې تړاو لري ترلاسه شول.
له دې نه يو کال وروسته يو بل ايټالوي لرغونپوه «ادامستيانو» په کار پيل وکړ. د دغو کندونو په تړاو چې کوم توکي وموندل شول، يو شمير يې د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو وروسته او يو شمېر نور.
يې د کوشانيانو، ساسانيانو، يپتليانو، زاوليانو او نورو پېرونو پورې اړوند توکي وه. چې په دغو يو شمېر توکو کې داسې ډاګيزه شوې ده چې ځنې سيکې د «نپکي ملکانپکي» د شاهي کورنۍ پورې اړه لري.د باميان شېران په نوم يوه بله واکمنه کورنۍ چې واک يې د مرکزي افغانستان تر بريده پورې غځېدلی وه د يادولو وړ دی.
د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی په اثر کې د اليعقوبي له انده کښل شوي دي چې: «د يحیی برمکي زوی فضل سيمې ته راورسېد د «شېر» باميان زوی «حسن شېر» يې په غوربند کې وموند او د نيکه په ځای يې بېرته د باميانو واکمن وټاکه.»([1])
يوه بله ځواکمنه او واکمنه کورنۍ چې په دغه پېر کې يې واک چلولی دی هغه د غور سوري کورنۍ وه چې له اسلام نه د مخه او وروسته يې د غور په شاوخوا سيمو حکومت کړی دی. هغه «سوري ماهوي» وه چې د حضرت علي رضی الله عنه هممهالی (۳۵ هـ) وه… چې له ده وروسته په دغه کورنۍ کې د خرنک زوی شنسب واک ته ورسېد.
دا يوه پوښتنه پخپل ځای ده چې دريم يزدګرد چې کله مروې ته راغی چا وواژه، ولې وواژه او څنګه ووژل شو؟ځ
پوهاند عبدالحی حبيبي د وژنې په اړه ليکلي دي:
«د اسلام خليفه حضرت عمر رضی الله عنه احنف د قيس زوی په يزدګرد پسې وګماره… دا مهال د افغانستان د لوېديځو سيمو او د غور ساتندوی په مروه کې ماهوي سوري وه چې د فردوسي او طبري په وينا د خراسان حکمران ګڼل کېده، او حنف چې په يزدګرد پسې وه. يزدګرد په مروه کې ماهوي سوري ته پناه يووړه.
ماهوي د ماورای امويه له واکمنو سره د يزدګرد د اړيکو له تينګېدو څخه ووېرېد او يزدګرد يې د يوه ژرند ګړي په لاس (۳۱ هـ ۶۵۱ ز) وواژه او خپله واکمنۍ يې د فردوسي په وينا تر بلخ، هرات او بخارا پورې پراخه کړه، د ده د لښکر سپه سالار کرسيون بخارا ونيو… احنف ماهوي سوري هم له خراسان او مرو څخه د جيحون هغې خواته وشاړه.»([2])
يو شمېر تاريخپوهان بيا داسې انګېري چې عربانو د لسو کالو په موده کې بشپړ بری په ايران کې ترلاسه کړ او د «نهاوند» جګړې د پارس برخليک بدل کړ.
د پام وړ خو دا ټکی دی چې يزدګرد له دومره پياوړي پوځ سره سره ماته وخوړه. لومړی اصفهان بيا کرمان ور پسې مرو ته وتښتېد.
«د مرو والي په دغه وخت کې د چين پوله ساتو ته بلنه ورکړه چې يزدګرد ونيسي او مرو هم پخپل واک کې راولي. چينايي ځواکونو مرو کلابنده کړه خو يزد ګرد د شپې لخوا د رسۍ په وسيله له هغې ماڼۍ چې دی په کې ايسار وه ځان وغورځوه او وتښتېد.»([3])
نوموړی تاريخپوه وړاندې ليکي چې يزدګرد يوې زرندې ته ننوت. کله چې زرند ګړي وليد چې قېمتي جامې يې په تن دي او نور ارزښتناکه توکي هم ورسره دي نو ورته وې ويل که چېرې توره دې ماته راکړې نو زرنده کې به دې پرېږدم او که نه له زرندې ووځه.
يزدګرد چې ډېر ستړی او بې خوبه وه توره يې زرند ګړي ته ورکړه او پخپله ويده شو. له هغه وروسته زرنده ګړي دی پخپله توره وواهه او مړ يې کړ.
– TARN (W.W.) – Greek in Bactria, B.Acc. 1951,P.199
– GARDNAR (P)- the coins of the Greek and seythic kings of Bactria and India in British Museum, London, 1953.
– RAPSON (E.J) – Cambridge History of Indian Nwchr> 1422, P.544
– HYGRO (H) – Indian kunst, Baden Baden, 1964, P. 44
– HUGO (M) – Indische Raum, 1970 Baden- Baden, P 7 -13.
– TARN (W.W.) – Greek in Bactria, B.Acc. 1951,P.199
– GARDNAR (P)- the coins of the Greek and seythic kings of Bactria and India in British Museum, London, 1953.
– RAPSON (E.J) – Cambridge History of Indian Nwchr> 1422, P.544
– HYGRO (H) – Indian kunst, Baden Baden, 1964, P. 44
– HUGO (M) – Indische Raum, 1970 Baden- Baden, P 7 -13.
[1] – سنګروال شهسوار د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی ۹۰ مخ.
[2] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۹۸ مخ.
[3] – اتحاد کاظم وقايع مهم تاريخ ۱۲۴ مخ.