یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: د هېواد په۱۲ ولایتونو کې ۱۴۸ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: د هېواد په۱۲ ولایتونو کې ۱۴۸ طالبان وژل شوي

تاند(پنج شنبه، د جوزا ۲۷) د ملي دفاع وزارت وایي، افغان پوځیانو د هېواد په دولسو ولایتونو کې ۱۴۸ طالبان وژلي او ۱۶۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په روانو عملیاتو کې څلور طالبان ژوندي نیول شوي او د دې ډلې اړوند ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه طالبان د هېواد په ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، بامیان، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، هلمند او کندز ولایتونو کې وژل شوي، ټپيان شوي او نیول شوي دي.

په ورته مهال په یاده موده کې د طالبانو له خوا ۱۲ کړۍ بېلابېل ډوله ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو ترڅنګ افغان پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وایي، یوازې په فاریاب کې تېره ورځ ۲۰ ځانګړي سرتېرو خپل ژوند بایللی دی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب