(Boole, George)
(۱۸۱۵ – ۱۸۶۴)
ژباړه: رحمت شاه فراز
برتانوي ریاضي پوه او منطقپوه جورج بول د کمپیوټر تر اختراع کېدو کابو یوه پېړۍ دمخه د منطق الجبر ایجاد کړ. مګر د «تفکر د قوانینو» لپاره د بول تحقیق او پلټنې داسې منطقي اصولو ته لاره جوړه کړه چې وسمهال د کمپیوټري چیپونو په سیلیکان ماده کې تطبیق شوي او د دې ترڅنګ هره ورځ زرګونه هغه خلک استفاده ورنه کوي چې د نړیوال جال د لټون انجنونو په مټ په معلوماتو پسې سترګې غړوي.
بول د نومبر په دوهمه نېټه، ۱۸۱۵ کال د انګلستان په لینکلن ایالت کې، د منځنۍ طبقې په یوه کورنۍ کې نړۍ ته راغی. یو څه موده وروسته يې کورنۍ لندن ته کډه شوه، په لندن کې د بول پلار د بوټ ګنډونکي په حیث کار کاوه او مور به يې د نورو خلکو کره د نوکرې په توګه دنده کوله. په دې وختونو کې د منځنۍ طبقې لپاره د ابتدایه ښوونځیو شتون که څه هم محدود وو، خو بول په خپل کور کې یوناني او لاتیني ژبې زده کړې وې، او دې شي له بول سره د ښوونځي په زده کړو کې زیاته مرسته وکړه. د بول پلار چې ساینسي الات جوړول یې د خوښې بوختیا وه، بول ته يې ریاضیات او ساینس ور وپېژندل، او په ګډه به يې د ټیلي سکوپونو او مایکروسکوپونو په جوړولو کار کاوه.
د بول کورنۍ د پوهنتون مصارفو ته اوږې نه شوی ورکولی، نو بول یوه شخصي ښوونځي ته لاړ او هلته یې ادبیات او الجبر ولوستل. خو بول چې لا هم شپاړس کلن وو، د پلار کاروبار يې ناکامه شو او ځوان بول ته د کورنۍ ملاتړ هم ور له غاړې شو. بول ته دوه مسلکونه په مخکې وو چې یا د کلیسا راهب شي او یا د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي، بول د ځان لپاره وروستۍ دنده خوښه کړه او لامل يې دا وو چې په دې دنده کې ښې پیسې ورکول کېدې. بول ډېر پخوا د عالي ریاضیاتو مثلاً دیفرانسیل او انتګرال کتابونه اخیستي وو او اکثره وختونه به يې د تدریس له چارو توجه بلې خوا ته غلطېدله او په تېره د ریاضي مسایلو به يې ډېره زیات تمرکز ور خپل کړی وو.
په ۱۸۳۴ کال کې چې بول ۱۹ کلن وو، تصمیم یې ونیوه چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره لا زیاتې پیسې وګټې. ده خپل ښوونځی جوړ کړ او له خپلې طرحې سره سم یو متوازن نصاب یې پکې تطبیق کړ. له ژبو او ادبیاتو نه علاوه، زده کوونکو به یې ساینس او ریاضیات هم زده کول او په دې څانګو کې به يې ډېر ټینګار د ساینس او ریاضیاتو په تطبیقي او عملي اړخونو وو. د دې ترڅنګ بول به په میکانیک انسټیټوټ کې هم لېکچرونه ورکول. یاد انسټیټوټ د کاري طبقې خلکو ته د ښوونیزو فرصتونو د برابرولو لپاره وقف شوی سازمان وو.
یو څه وخت وروسته جورج بول د ریاضیاتو په نړیواله ټولنه کې غړیتوب واخیست او په دې ډول یې د کمپیوټر له سرلاري چارلز بېبیج او ستورپوه ویلیام هرشل سره په ګډه انالیټیکل سوسایټي یا تحلیلي ټولنې ته لاره وموندله. تحلیلي ټولنه هغه سازمان وو چې برتانوي ریاضي پوهانو ته يې چې په پخواني او منجمد نیوتوني میتودونو پورې نښتي وو، د عالي ریاضیاتو «نوی» اروپايي میتود ور معرفي کړ. په ۲۳ کلنۍ کې، بول خپله لومړنۍ علمي مقاله ولیکه او د ځمکنیو حرکتونو د تجزیې لپاره يې د جوسیف-لویس په میتودونو کې د بهترۍ او پیشرفت وړاندیزونه وکړل.
له ۱۸۴۴ نه مخکې، بول د ریاضیاتو د فطرت او څرنګوالي په تجزیه او تحلیل لاس پورې کړ او غوښتل يې چې دا معلومه کړي چې پخپله ریاضیات په څه ډول کار کوي. بول ته دا موضوع جالبه وه چې په ریاضیکي عاملونو او سمبولونو کې دستکاري یا د هغو په استفاده څنګه کولی شو چې د انساني مغزو عملیات او منطق منعکس کړو. بول د «تجزیې پر عمومي میتود» تر عنوان لاندې یوه علمي مقاله ولیکله چې لومړی د شاهي ټولنې له لوري رد شوه، چې ممکن لامل به یې دا وو چې ده د پوهنتون رسمي سند نه درلود، خو ځینو سترو ریاضي پوهانو د بول د استدلال ملاتړ وکړ او دغه مقاله یې نه یوازې څه موده وروسته په چاپ ورسېده، بلکې د سرو زرو میډال هم پرې ورکول شو.
له ۱۸۴۹ کال نه مخکې، د بول کار او لاسته راوړنو د هغه په ملګرو او همکارانو دومره اغېز ښندلی وو چې د ده د شالید یا مخینې په باب هر ډول پوښتنې له ذهنونو وغورځېدې او دی يې په آیرلېنډ هېواد کې په کوین کالج کې د ریاضیاتو د پروفیسور په توګه مقرر کړ. بول د خپل ژوند تر پایه پورې په دې دنده کې پاتې شو.
په همدې وختونو کې بول پر هغو اصولو کار پیل کړی وو چې وروسته د بولین منطق په نوم مشهور شول. که په بنیادي ډول وغږېږو، نو بول یوه داسې لاره ایجاد کړه چې د سمبولونو په استفاده انتزاعي عملیات تشریح کړي. دغه سمبولونه هغه نښې وې چې د یو ډول الجبر په واسطه عملیات ورباندې سرته رسېدل. په انتزاعي عملیاتو د پوهېدو لپاره یوه بېلګه راوړو، مثلاً که د x په نوم د توکو یو سېټ ولرو، نو بیا هر هغه شی چې په x سېټ کې نه وي، د 1-x په ډول ښودلی شو، ځکه چې «1» د ټول کاینات لپاره منطقي سمبول دی. بول د AND او OR په څېر عملیات هم تعریف کړل. AND دې ته ویل کېږي چې ټول توکي په دواړو سېټونو کې موجود وي او OR بیا هغه عملیه ده چې توکي له دواړو سېټونو څخه په یوه سېټ کې موجود وي. بول خپله دغه څېړنه په ۱۸۴۷ کال کې په یوه رساله کې خپره کړه چې د «منطق ریاضيکي تجزیه» نومېدله.
بول په دې باور وو چې یوازې منطق نه، بلکې پخپله انساني تفکر هم ممکن یوه ورځ د اصولو او قوانینو د یوه سیسټم په استفاده خلاصه او مختصر شي، هماغسې لکه نن ورځ چې فزیک پوهان او ستورپوهان د سیارو د چلن ریاضيکي تشریحات څېړي او رامنځته کوي. د بول دغه عقیده په منطق باندې د هغه په جامع او کامله څېړنه کې تشریح شوې، چې په ۱۸۵۴ کال کې يې د «د تفکر د هغو قوانینو څېړنه، چې پر هغو د منطق او احتمالاتو د ریاضيکي تیوریو بنیاد ولاړ دی» تر عنوان لاندې نشر کړه.
بول په وروستیو وختونو کې له خپلې یوې پخوانۍ زده کوونکې سره واده وکړ چې مېري اېورسټ نومېدله. مېري اېورسټ له خپل پخواني مېړه نه پنځه لوڼې درلودې. بول چې یوه ورځ په یخ باران کې قدمونه وهل، د نمونیا مرض ور پورې شو، او په ۴۹ کلنۍ کې يې د تل لپاره له نړۍ نه سترګې پټې کړې.
حتی که کمپیوټر بیخي نه وی اختراع شوی هم، بول به بیا هم یو ډېر مهم او ستر ریاضي پوه وو، البته کمپیوټر د بول کار او څېړنې د انتزاعي ریاضیاتو له ډګر نه د انجینرۍ فزیکي نړۍ ته را انتقال کړې. د شلمې پېړۍ په منځینو وختونو کې چې اختراع کوونکو د داسې ماشینونو ډیزاین ته مخه کړه چې محاسبې وکولی شي او حتی د «فکر کولو» وړتیا ولري، نو هغوی وموندله چې د بول د منطق الجبر دوی ته د دې وس او توان ورکوي چې له مخې يې هغه منطقي سرکټونه او الګوریتمونه یا پروسیجرونه جوړ کړي، چې د منطقي او ریاضیکي عملیاتو د سرته رسولو لپاره په اتومات ډول تعقیب شي. د بول ایجاد کړی بولین منطق د 1 او 0 له باینري سیسټم او الکترونیک سویچینګ سره ډېر ښایسته مطابقت کاوه. او کله چې کمپیوټرونو په ډېټابېسونو کې د معلوماتو زېرمه کول شروع کړل، نو د AND، OR، او NOT د تشخیص قابلیت دې امکان ته لاره هواره کړه چې په ډېر واضح ډول تر لټون لاندې معلومات پې مشخص او معین کړی شي. دغه درې واړه د بولین عاملونه یا operators دي چې د بول له خوا تعریف شوي.
اضافي لوستونه:
1- Henderson, Harry. Modern Mathematicians. New York: Facts On File, 1996.
2- Kramer, Edna E. The Nature and Growth of Modern Mathematics. Princeton, N.J.: Princeton University Press, 1981.
3- MacHale, Desmond. George Boole: His Life and Work. Dublin: Boole Press, 1985.