جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیو شمېر وکیلان: د امنیتي ادارو کمزوری مدیریت د سرتېرو د تلفاتو...

یو شمېر وکیلان: د امنیتي ادارو کمزوری مدیریت د سرتېرو د تلفاتو لوی لامل دی

تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶ د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې د امنیتي او دفاعي ادارو په مشرتابه کې کمزوري او بې پروايي د افغان سرتېرو د تلفاتو ستر لامل ده.

د دغې جرګې یو شمېر غړیو د نننۍ غونډې پر مهال په ولایتونو کې وروستۍ جګړې او نا امنۍ د جدي اندېښنې وړ وبللې او پر امنیتي ادارو یې غږ وکړ چې ژر تر ژره خپلې امنیتي تګلارې اغېزناکې کړي.

دوی وویل چې افغان سرتېري د جګړې قوي مورال لري، خو د امنیتي ادارو په مشرتابه کې فساد او بې پروايي هغه څه دي چې د افغان سرتېرو د تلفاتو په شمېر کې یې زیاتوالي راوستی دی.

د ولسي جرګې غړو پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې د هېواد وضعیت ته په کتو باید ژر تر ژره د امنیتي ادارو د رهبرۍ لپاره پر وطن مین او رښتیني کسان وګوماري او هغه کسان دې ژر تر ژره له دغه ادارو لرې کړي چې د دوی په ټګو په خپلې سوداګرۍ او شخصي ګټو پسې راوتلي دي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم وویل چې له ولسمشر سره به ژر د امنیتي وضعیت په هکله خپلې اندېښنې شریکې کړي او ددې وخت دی چې د امنیتي ادارو په مشرتابه او تګلارو کې اغېزناک بدلونونه راوستل شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته په ډېرو ولایتونو کې امنیتي وضعیت خراب شوی او هره ورځ د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له امله د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

باید وویل شي چې افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې یو شمېر ولسوالۍ د تکتیکي شاتګ په نوم پریښی او طالبان وايي چې دوی په تېرو ۴۰ ورځو کې ۳۰ ولسوالۍ نیولي دي.

خو د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال د تېرې دوشنبې په ورځ/ د جوزا ۲۴مه/ وویل، یو شمېر سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي د یوې باریکې لارې پرمختګ دی او هغه څوک چې له طالبانو سره په جګړه کې بلد دي پوهېږي چې یادې سیمې به د طالبانو لپاره په ګور بدلې شي.

د ولسوالیو سقوط؛ امرالله صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په هدیرو بدلې شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب