سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهوسله والو د هرات په انجیل کې د یوې کورنۍ درې غړي...

وسله والو د هرات په انجیل کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي، ۱۱ نور ټپیان دي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶) د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وسله والو د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلی چې په دې پېښه کې دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی دی او د همدې کورنۍ ۱۱ نور غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پېښه تېره شپه هغه مهال په نوبادام سیمه کې شوې چې د پېښې قربانیان په یوه پارک کې د ننه د شپې ډوډۍ ته ناست و، خو لا معلومه نه ده چې انګېزه یې څه وه او د چا له خوا ډزې شوي دي؟

تر اوسه د دولت ضد هېڅ کومې وسله والې ډلې هم په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د یو بل خبر له مخې بدخشان کې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو قوماندان له شپږو ساتونکو سره وژل شوی دی.

والي زکریا سودا ویلي چې دا کسان تېره شپه په کشم ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې له څو لوریو پر پوستې برید وکړ.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب