تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶) د افغانستان په شمال کې د پوځ چارواکي وايي چې د فاریاب ولایت دولت اباد او د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول ادرو نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ګډو ځواکونو تېره شپه پر دولت آباد ولسوالۍ چاڼیز عملیات پیل کړل او وتوانېدل چې نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې دولت آباد ولسوالي بېرته په خپل واک کې واخلي او طالبانو ته ماتې ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو د زیان او مرګ ژوبلې جزیات به وروسته شریک شي.
په ورته وخت کې د کندز امنیه قوماندان فرید مشعل ویلي چې د کمانډو ځواکونو په مرسته د دغه ولایت خان آباد ولسوالي هم بېرته له طالبانو نیول شوې ده.
د قوماندان مشعل په وینا خان آباد ولسوالي او درې نور کلي پرون سه شنبه په مکمل ډول تصفیه شول.
د کندوز امنیه قوماندان زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د څو قوماندانانو په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.