جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهامرالله صالح: کابل کې د ۹۰۰ ترهګریزو پېښو مخه نیول شوې

امرالله صالح: کابل کې د ۹۰۰ ترهګریزو پېښو مخه نیول شوې

تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ادعا کوي چې په دې وروستیو کې یې په کابل ښار کې د ۹۰۰ بریدونو او ترهګریزو پېښو مخه نیولې ده.

امرالله صالح چې له تقریباً اوږدې مودې وروسته یې یو ځل بیا د شپږنیمو بجو د غونډې راپور پر خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی ویلي، د کابل ښار د امنیت لپاره یې ټول تدابیر نیولي او ښار یې له ګڼو ترهګریزو بریدونو ساتلی دی.

نوموړي ویلي، ټاکل شوې وه چې د شپږ نیمو بجو غونډې پای ته ورسیږي خو د ولسمشر په غوښتنه دوام ورکوي او موخه یې دا ده چې په کابل او ولایتونو کې امنیت تامین او هر ډول احتمالي ګواښونه ختم کړل شي.

صالح په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په کابل کې نږدې هره ورځ د وسله والو غلاوو او جنایي پېښو راپورونه ورکول کېږي او په ځينو سیمو کې ماین چاودنې او ترهګریزې پېښې هم ادامه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...