Home+پې اېس اېل: د راشدخان لوبډلې پرلپسې دویمه ماته وخوړه

پې اېس اېل: د راشدخان لوبډلې پرلپسې دویمه ماته وخوړه

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۲۶) د پاکستان سوپر لیګ ۲۳مه لوبه د کوټې ګلیډیټرز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

لاهور قلندرز پچه وګټله او لومړی یې توپ اچوونه غوره کړه.

ګلیډیټرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې جیک ویدرالډ ۴۸، سرفراز احمد ۳۴ ناسوځېدلې او اعظم خان ۳۳ منډې وکړې.

 د لاهور لپاره فولکنر ۳، راشد خان او محمد حفیظ ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.

لاهور قلندرز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله په ۱۸ اورونو کې د ۱۴۰ منډو په جوړولو وسوځېده.

ټیم ډیویډ ۴۶ او حارث روف ۱۹ منډې وکړې.

د کوټې له خوا عثمان شینواري او خرم شهزاد تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۳-۳ لوبغاړي یې وسوځول

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه عثمان شینواري ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....