شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان ژباړونکو د ایستلو وخت پای ته رسېدونکی دی

د افغان ژباړونکو د ایستلو وخت پای ته رسېدونکی دی

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۳) وروسته له هغه چې د امریکا یو شمېر لوړپوړو پوځي چارواکو پر سپینه ماڼۍ غږ وکړ چې د هغو افغان ژباړونکو د وتلو لپاره دې بېړني اقدامات وکړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی، مدافع وکیلانو ویلي چې د افغان ژباړونکو د ایستلو وخت پای ته رسېدونکی دی.

د یادو وکیلانو له ډلې یو تن جیسن کروډي ویلي، له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پنځوس سلنه بشپړ شوی دی، نو دوی ډېر وخت نه لري.

هغه ټینګار کړی دی چې که چېرته امریکا غواړي دغه کسان وژغوري نو باید د ایستلو لپاره یې هر څه ژر لاس په کار شي.

د یادونې ده چې پنټاګون د یادو کسانو د احتمالي ایستلو پلان سپینې ماڼۍ ته لېږلی دی خو ولسمشر بایډن یې تر اوسه د پلي کېدو امر نه دی کړی.

تېره ورځ یوه ډله امریکايي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یوه نوې لایحه لېږلي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته باید د وېزې ورکړه اسانه کړل شي.

امریکایي سناتورانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پلمې نه مني او په بېلو نومونو دې د ځانګړو وېزو د ورکړې په بهیر کې خنډونه نه جوړېږي.

دغه ډله سناتوران چې د دواړو ګوندونو استازي پکې شامل دي وایي هغه افغانان باید خوندي کړل شي چې په تېر شل کلن ماموریت کې یې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

تر دې وړاندې هم د امریکا سنا ویلي وو چې بهرنیو چارو وزارت باید د امریکایي خواکونو افغان همکارانو ته وېزې ورکړه چټکه کړي او په دې برخه کې دې پوره اسانتیا راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب