جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې یو روغتیايي مرکز په بمونو الوزول شوی

پکتیا کې یو روغتیايي مرکز په بمونو الوزول شوی

تاند (یکشنبه د جوزا ۲۳) د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وايي چې د دولت ضد مخالفو وسله والو په دغه ولایت کې یو روغتیايي مرکز په بمونو الوزولی دی.

د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سیدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې چې تازه پیل شوې وې، تېره شپه په بمونو الوزول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په یاد روغتیايي مرکز ۷۷ میلیونه افغانۍ لګښت راته او ۷۰ سلنه د جوړېدو چارې یې بشپړې شوې وې خو مخکې له دې چې ولس ترې ګټه واخلي د دولت د مخالفینو له خوا په بمونو والوزول شو.

خبرپاڼه زیاتوي، «ددې رغېدونکي روغتیايي مرکز، ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو سره به د سیدکرم ولسوالۍ اړوند ولسونو ډیری روغتیایي ستونزو ته د حل لار موندل شوې وی خو بدیختانه چې ترهګرو دا د خير ښېګڼې پروژه  پر ولس ونه لورېده او له خاورو سره يې خاورې کړه.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي “ترهګر” بې ګناه خلک په نښه کوي، ژوند یې اخلي، کورونه، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، روغتونونه، لويې لارې او بېلا بېل عامه ځایونه له منځه وړي، تر څو په ولس کې وېره خوره او د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي.

د طالبانو په ګډون د دولت هېڅ کومې مخالفې ډلې تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

1 COMMENT

  1. why talibs destroyed hospital or clinic.
    because they want to afghans must go to Pakistan for treatment;
    AFGHAN GOVERMENT MUST BUILD MORE MEDICAL CENTERS IN THE EAST&SOUTH
    FOR PUBLIC AFGHANS.THAT TIME THEY WILL NOT NECESSARY TO TRAVEL TO PAKISTAN.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب