جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونه‏ حکومت هغه کسان نیولي،چې په منځګړتوب یې امنیتي پوستې طالبانو ته...

‏ حکومت هغه کسان نیولي،چې په منځګړتوب یې امنیتي پوستې طالبانو ته سپارل شوي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲۳) د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي،یو شمېر هغه کسان یې نیولي دي، چې د امنیتي ځواکونو د پوستو د تسلیمۍ په موخه د طالبانو له لوري پوستو ته د منځګړو په توګه ورغلي وو.

طارق ارین وايي په یو شمېر ولایتونو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب وسله والو طالبانو ته د امنیتي پوستو تسلیمول د پوځي اصولو خلاف کار دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې که هر څوک له دې وروسته ورته کار ترسره کړي نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د قومي مشرانو په منځګړتوب د افغان ځواکونو پوستې پرته له جګړې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د یادونې ده، چې په ختیځ لغمان کې هم یو شمېر قومي مشرانو ورته کار ترسره کړی وو.

1 COMMENT

  1. دا بايد زر تر زره اعدام کړي،ددوی او طالب او فاسد، بل جنايت کوونکي توپير نسته. که حکومت غواړي چې نظام وساتي نو دا خائنان بايد له تېغه تېر کي په خپلو ساحو کې دې په هر چوک کې کښته او پورته وځړوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب