سانسور له فرانسوي او لاتینې ژبې نه راوتلې کلمه ده، چې د لومړي ځل لپاره په روم کې رامنځته شوه.
په ډېری ژبو کې پر رسنیو، فلمونو، کتابونو او اثارو بندېز لګونې او یا لاسوهنې ته سانسور وایي.
سانسور د اوسني فرهنګ د روایت له مخې شمېرلو ته وایي،
واکمنان هڅه کوي چې د ټولنې د هر شي له اندازې، مقدار او شمېر نه خبر شي.
د دې اندازې معلومولو لپاره یو شمېر کسان ټاکي، تر څو هغه کسان له مخې ایسته کړي چې د واکمنۍ پر وړاندې ننګونې ایجادوي.
د سانسور د پيل نظریه ان د افلاطون له زمانې پيلیږي،
وايي افلاطون به ویل ماشومان باید له خرابو کیسو اورېدو نه لرې وساتل شي.
خو ارسطو چې د افلاطون شاګرد و، دی له سانسور سره مخالف و.
نن سبا موږ په هر هیواد کې د سانسور بېلابېلې بڼې لرو.
سانسور د انساني فرهنګ او ټولنې سره له پخوا په یوه بڼه موجود و.
په هر وخت او زمان کې چې کومه وینا، نظریه او عقاید د ټولنې او نظام سره برابر نه وو. مخنوی یې شوی.
د ځينو رویاتو له مخې سانسور کلمې هغه وخت ارزښت وموند، کله چې مطبعه رامنځته شوه.
ارسطو د مرګ په سزا ځکه محکوم شو، خلکو به ویل چې د نوموړي نظریات د ځوانانو اخلاقو ته زیان رسوي، نو له دې ځای درک لګولی شو، چې د سانسور نظریې په لومړیو کې مذهبي او اخلاقي مسایلو ته پاملرنه کوله.
په روم کې چې د امپراطورۍ په دور کې دولتي مقام جوړ شو دا یې دنده وه، چې په ټولنه کې وګرځي، هغه څه چې د ټولنې د اخلاقیاتو د زیانمن کېدو سبب کیږي مخنوی یې وکړي.
لکه څنګ چې عسویت هم د نورو دینونو په څېر د خلکو دیني اخلاقو ته ډېره پاملرنه کوله، نو هغه کتابونه چې راهبانو به په خپلو مذهبي مراکزو کې تکثیرول، هغه به د کلیسا مشرانو لخوا کتل کېدل، د کلیسا د مشرانو له کتلو پس به ورته د تکثیرولو اجازه ورکول کېده.
همدا رنګه د سانسور مفهوم د کړو عامالو سره تړلی ده.
يو څوک چې کوم کار یې کړی وي، وروسته ترې د کړي کار حساب وغوښتل شي او سزا ورکړل شي.
کله چې په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې نوي نظریات او افکار رامخې ته شول او رنسانس لا تازه په غوړېدو و، په دغه وخت کې څه ناڅه فکري ازادي هم راپېدا شوه، لومړني کسان چې ازادي یې تر لاسه کړه هنرمندان او انځورګران وو،
له همدې وخت سره سم د انسانانو د لوڅو انځورونو ویستلو رواج هم وغوړېد.
مګر له دې ازادۍ سره سره بیا هم، چا به چې د انځور ویستلو فرمایش ورکړ له انځور بشپړېدو وروسته به یې خپل انځور بربنډ ولید، بیا به یې نور شاګردان پرې ګمارل چې د استاد په کار باندې نور کارونه هم وکړي، تر څو په انځور کې شرمګاوې پټې کړي، چې دغه هم د سانسور یو ډول او بېلګه وه.
له دې وروسته کله چې په شپاړسمه پېړۍ کې مطبعه رامنځ ته شوه، نو د اثارو د خپرېدو کنټرول ته تر دې ډېره اړتیا ولیدل شوه.
د دې کار د کنټرول لپاره په حکومتونو او کلیساو کې کسان وګومارل شول، تر څو د چاپ پروسه وڅاري.
په شپاړسه میلادي پېړۍ کې د انګلیستان پاچا اتم هنري د کتابونو د چاپ په اړه شرطونه وضعه کړل، له دې پس چې هر کتاب چاپيږي لومړی به یې د ده مشاورین ګوري او اجازه به ترې اختستل کیږي او په هر اثر یا کتاب به د پاچا ټاپه لګول کیږي.
همدا شان په همدغه دور کې کله چې په فرانسه کې پر دېوالونو شعارونه او خبرپاڼې ولګول شوې، پاچا يې د چاپ پر پروسه بندېزونه ولګول، نو په اروپا کې له همدغه ځایه د مطبوعاتو سانسور راپېلیږي.
په شپاړسمه او ولسمه پېړۍ کې چې رسنیو وده وکړه، سانسور هم پراختیا ومونده.
دغه مهال د ګڼو مشهورو لیکوالانو لیکنې او نظریات هم بې سانسوره پاتې نشوې.
تر دې نیږدې نولسمې پېړۍ پورې سانسور موجود و، فرانسې او نورې اروپا ته په کتو په انګیستان کې د سانسور لمن یو څه پراخه وه او څه زیات رول یې درلود.
سانسور دومره وده وکړه ان پوستي خداماتو کې هم لاسوهنه کېده.
دا ټولې لاسوهنې د دې لپاره کېدلې چې د دولت ضد معلومات پکې وڅاري.
افغانستان او سانسور
کله چې افغانستتان ته مطبعه راغله دلته هم په ګڼو اثارو، مطبوعاتو او نظریاتو محدودیتونه ولګول شول.
هیڅ شی به د دولتي مقاماتو له اجازې پرته نشو خپرېدی.
ان تر دې چې مطبعې هم د دولت په واک کې وې.
کتابونه به لوړمړی سانسور او بیا به چاپېدل، ان که کتاب به له لومړي سانسور یا لاسوهنې نه بچ شو، نو له چاپ وروسته به پرې بندېزونه لګېدل.
لکه د اروپایي لیکوالو په څېر دلته هم د ګڼو لیکوالو کتابونه او لیکنې یا خو له چاپ مخکې او یا له چاپ وروسته سانسورېدل.
په ۱۳۳۸ کال کې د نورمحمد ترکي پر ناول چې (د بنګ مسافري) نومېده له چاپ وروسته پرې بندېز ولګېد.
همدا شان په ۱۳۶۸ کال کې د غلام محمد غبار پر کتاب چې(افغانستان در مسیر تاریخ) نومېده د یو څو برخو له خپرېدو وروسته بندېز ولګېد.
له رسنیو او کتابونو رانیولې ان پر بعضو سندرو به هم بندېزونه لګېدل.
همدا شان کله به چې د يو شمېر ورځپاڼو ګڼې له چاپه راووتې یو شمېر موضوعات به یې د رنګ په وسله ړنګېدل.
خو همداشان ګڼو لیکوالو په ډېر مهارت سره دا هڅه کړې چې خپلې لیکنې له سانسوره وساتي، لکه د استاد ګل پاچا الفت لیکنې چې د افغانستان مطبوعاتو چاپولې، خو په عین وخت کې به یې د خپلې لیکنې مقصدي ټکی د لیکنې په پای کې راوړل او یا به یې له ایهام صنعت له لارې خپلې لیکنې تېرولې، چې په یو وخت به له یوې کلیمې دوه معناوې اخیستل کېدې مثلاً د خوږو تر څنګ به یې تراخه هم لرل.
په اوسني دور کې د افغانستان په اساسي قانون کې دا اجازه نشته چې مخکې له چاپه دې کتاب سانسور شي، خو له چاپ وروسته که کتاب د افغانستان د منافعو سره په ټکر کې واقع شي، نو بیا ورسته له چاپه اجازه شته چې سانسور شي.
د سردار داودخان تر واکمنۍ پورې په افغانستان کې په مسلسله توګه سانسور موجود و، چې بعضو کلونو کې به تر شدیدو پوړیو هم رسېده.