چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+په ورین تندي د حالاتو مقابله دښمن ماتوي| جنرال دولت وزیري

په ورین تندي د حالاتو مقابله دښمن ماتوي| جنرال دولت وزیري

په یوه کلي کې په یوه ورځ د دوو کسانو پلرونه مړه شوي وو. یوه ټول ورځ ژړل او دویم ملا تړلې وو، د ښخولو، خیرات او مېلمنو ته په خدمت کولو بوخت و.

خلکو به د لومړي کس په هکله ویل، چې ده احمق ته ګورئ، پلار خو بېرته نه شي را ژوندی کولی، د ژړا پر ځای دې د نارينه په څېر ملا وتړي، د ښخولو او د خیرو خیرات غم دې وخوري.

 د دویم کس په هکله يې ویل، د نر زوی دی، خپل پلار يې ښه په قدر خاورو ته وسپاره، افرین په ده شه.

 د ژوند په ټولو برخو کې خبره په همدې ډول ده. يو ورته ژاړي او بل ورته په ورين تندي د حل لارې لټوي او د بریا لپاره خپله هیله له لاسه نه ورکوي. د تقدیر فیصلې ته احترام کوي او په دې پوهېږي چې تېرې اوبه بېرته نه راګرځي.

په جګړه کې هم همداسې ده، ښه او وتلی قوماندان د ټولو مشکلاتو او سختيو مقابله په ورين تندي کوي. ژر نه په غوسه کېږي، د حل پر لارو چارو فکر کوي، له لږو امکاناتو ډېره ګټه پورته کوي. خپلو سرتېرو ته مورال او انګېزه ورکوي. خپل شهیدان ژر لېږدوي، ټپیانو سره عاجله مرسته کوي. خپلو او پردیو ته ځان کمزوري نه ښيي.

ژر له لوړې قدمې او همجوارو سره اړیکې ټینګوي. خپل پرسونل له سره ترتیب او تنطیم کوي، تشې ډکوي او لوړې قدمې ته پر ځای او غوره غوښتنې وړاندې کوي. له سره د بریا په فکر کې کېږي، د ناکامۍ او ماتې علتونه څېړي او په له منځه وړلو کې ژر لاس په کار کېږي. په پوځي هنر پوه، زړور، او مبتکر قوماندان هېڅکله د مډال، نښان، رتبې او ډالۍ په فکر کې نه وي.

د دا ډول جنرال او قوماندان موخه يوازې بريا او له دښمن څخه د ډګر ګټل وي. عادل وي، زړور وي، مهربان وي، مبتکر وي، تل يې موسکا پر شونډو وي، تل داسې ښيي چې هر څه سم او ښه پر مخ روان دي.

د دښمن د رواني جګړې ښکار نه ګرځي، په خپل لوړ مورال د خپل پرسونل مورال لوړوي او د دښمن پر مورال مرګونی ګوزار کوي. په پوځي هنر پوه قوماندان په دقیق ډول وضعیت څېړي، د حل لارې او چارې په خپله په ګوته کوي او مشخص وړاندیزونه لوړې قدمې ته ور کوي.

 کمزوری قوماندان د مشکلاتو او ماتې پر مهال ژر وارخطا کېږي، خپل مورال له لاسه ورکوي، د تښتېدلو او د ډګر د پرېښودلو په فکر کې کېږي. په مختلفو پلمو ډګر خوشې کوي. د بيا مقابلې توان له لاسه ورکوي.  د ده کمزوری رواني حالت د ده پر سرتېرو هم اغېز کوي، چې جګړې ته زړه نه ښه کوي او د مقابلې په وخت کې وارخطا کېږي.

ټپيان يې د بېغورۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي. د شهيدانو د لېږد په فکر کې نه وي. په شکایتونو سر وي. اکمالات پلمه کوي او له مقابلې ځان ساتي. د پرسونل تر منځ يې بېباوري رامنځته کېږي. له لوړې قدمې او همجوارو سره اړیکې نه شي ټینګولی. داسې قوماندانان نه يوازې چې ځان تباه کوي، بلکې د هېواد له پاره هم د پیغور او شرم ډالۍ وي. بې زړه وي، ظالم وي، مفسد او استفاده جو وي، تل د مډال او رتبې په فکر کې وي، شکایت کوي، د دښمن د رواني جګړې مقابله نه شي کولای او د دښمن د پروپاګند ښکار کېږي. پر خپل کمزوري مورال له پرسونل څخه مورال او انګېزه هم اخلي. پر وضعيت حاکم نه وي، لوړې قدمې ته یوازې پېشنهادونه وړاندې کوي، د حل په لارو چارو نه پوهېږي.

که ورته ځير شو د دواړو قوماندانانو مشکل سره ورته وي، خو یو ورته ژاړي او له خپلې بېوسۍ اظهار کوي، ماته مني او د بدل اخیستلو توان په ځان کې نه ګوري. بل يې په بشپړ تدبیر د حل لارې چارې لټوي او په موسکا او ورين تندي له دښمن څخه د بدل اخیستلو په باره کې فکر او پرېکړې کوي. ماتې نه مني او د بریا له پاره هلې ځلې کوي.

د افغانستان حالت هم همداسې دی. له یوه پلوه د دښمن له خوا رواني جګړه په درز روانه ده، د مقابلې له پاره څومره چې اړینه ده تدابير نه دي نیول شوي. دوست او دښمن دواړه د دښمن په ګټه تبليغ کوي. د جګړې په ډګر کې هم کمزوري قوماندانان اکمالات پلمه کوي او د تاکتيکي شاتګ په پلمه خپل سنګرونه خوشې کوي. مورال يې کمزوری او انګېزه يې مړه وي. په لوی لاس خپل امکانات مقابل لورې ته ورکوي او په خپله د حالاتو مقابله نه شي کولای.

 

د حل لارې

لومړی، تر ټولو مخکې د يوه منظم پلان له مخې له سره د قوتونو په تعبيه کولو باید فکر وشي. هغه سیمې چې ساتل يې او اکمالول يې مشکل دی تخليه، لوی او غښتلي ګارنیزیونونه رامنځته شي، تر څو د تاکتيکي شاتګ پلمه ورکه شي.

دويم، په دقيقه توګه د اکمالاتو په هکله تدابیر ونيول شي او هغه لارې چارې وسنجول شي چې له دې درکه هم د تاکتيکي شاتګ پلمه ورکه شي.

درېیم، د قوماندانانو د ټاکلو او کادري سیستم په هکله له سره غور وشي. هغه چا ته دندې وسپارل شي چې د تاکتيکي شاتګ په مفهوم پوه او پر خپل ځای ترې ګټه پورته کړي.

څلورم، تر ټولو مهم د متخصصو کسانو له خوا رواني جګړه په ډېر قوت پر مخ یووړل شي. اړينه ده چې د دې کار لپاره په لويه پيمانه شرایط رامنځته او د دې لارې د خپلو خلکو اذهان له ټپي کېدلو وساتي.

پنځم، د دښمن د رواني جګړې پر ضد کلکه مبارزه وشي. د دې کار لپاره هم په لويه پيمانه شرايط رامنځته کول ډېر اړین دي.

 که دا او دې ته ورته کړنې په سمه توګه تر سره او تعقیب شي، بې له شکه په حالاتو کې مثبت بدلون راځي او د دښمن د ماتې سبب ګرځي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب