سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد جي ۷ هېوادونو په غونده کې له کوروناسره پر مبارزه خبرې...

د جي ۷ هېوادونو په غونده کې له کوروناسره پر مبارزه خبرې شوي

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲) د جي ۷ هېوادونو په غونډه کې پر عدالت، د اقلیم بدلون او له کورونا وبا سره د مبارزې په اړه خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې د نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو حضوري غونډه د بوریس جانسون په خبرو پيل شوه او هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د کورونا وبا تر ختمېدو وروسته باید په عادلانه توګه د نړۍ په جوړولو کې مرسته وشي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې کورونا وبا په ټوله نړۍ کې ختمولو ته اړتیا لري او د جي ۷ هېوادونه باید له بېوزله هېوادونو سره د کورونا واکسین په ورکړه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

په دې غونډه کې دغه راز په نړۍ کې د تعلیم د ودې لپاره د مالي مرستو او د اقلیمي بدلون په برخه کې پر فعالیتونو هم خبرې شوي.

د راپورونو له مخې د دې غونډې پرېکړه لیک تر اوسه نه دی صادر شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب