جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد م.م امنیت شورا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ...

د م.م امنیت شورا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې يې ده، چې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګریزو کړنو مخالف دي او ټولې هغه کړنې غندي، چې پکي بې ګناه او ملکي وګړي وژل کېږي.

خبرپاڼه کې له افغان حکومت غوښتل شوي، چې د دغه ډول بریدونو په اړه ژر تر ژره پلټنې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبرپاڼه کې دغه راز په دې ټینګار شوی چې د دا ډول پېښو سرچینې او ملاتړي یې پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال دا اندېښنه ښيي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړه سخته تېزه شوي او هره ورځ دملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...