سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهایران کې یوې څاه ته د افغان پناه غوښتونکو ۲۹ کسیزه ډله...

ایران کې یوې څاه ته د افغان پناه غوښتونکو ۲۹ کسیزه ډله لوېدلې

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲) ایرانۍ رسنۍ وايي، په دې هېواد کې یوې څاه ته د افغان پناه غوښتونکو ۲۹ کسیز ډله لوېدلې، چې له امله یې ۲ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ژوبل دي.

د ایران د ځوانو خبریالانو اژانس د راپور له مخې، دغه پناه غوښتونکي د جوزا یا غبرګولي د ۱۷مې پر ماښام وروسته له هغې څاه ته ولوېدل، چې امنیتي ځواکونو ورته د درېدو امر وکړ.

بل لورته بیا ایلنا خبري اژانس وايي، دغه غیر قانوني افغان کډوال د تعقیب پر مهال په تیاره کې د تېښتې له کبله څاه ته لوېدلي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم د افغان پناه غوښتونکو پر موټر  د  ایران د امنیتي ځواکونو په ډزو ۳ تنه  وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي وو.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو، چې د ایران سرحدي ځواکونو د تېر لمریز کال د غويي/ ثور پر ۱۳مه ۴۷ افغان پناه غوښتونکي تر وهلو ډبولو وروسته مجبوره کړل، چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.

له دې ډلې ۱۲ تنه مړه او ۱۷ نور تر اوسه تري تم دي.

ایران د افغان پناه غوښتونکو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل کېږي، چې د عامو افغانانو په باور ډېر کله یې حکومت له دوی سره ناسم چلند ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب