سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد لوګر خبریالان:  د خبریال حق پرست د وژل کېدو پېښه دې...

د لوګر خبریالان:  د خبریال حق پرست د وژل کېدو پېښه دې جدي وڅېړل شي

تاند (شنبه ، د جوزا ۲۲) د لوګر ولایت یوشمېر خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د جمعې به ورځ  په یوه ناسته کې د سیمه ییز خبریال حفیظ الله حق پرست وژل کېدل وغندل او له ښکیلو لوریو يې وغوښتل چې یاده پېښه په جدي ډول وڅېړي.

حفیظ الله حقپرست د جون په ۹مه د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عرب خان کلا سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په جګړه کې هغه مهال ووژل شو، چې نوموړي خپله کرونده کې کار کاوه.

خبریالانو او د رسنیو استازو وايي، د دا ډول پېښو زیاتېدل افغان خبریالان له سختو اندېښنو سره مخ کړي او حکومت یې باید په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

خپلواک خبریال شفیع الله افغانزي د دې ناستې  پرمهال د حفیظ الله حقپرست د وژنې د عاملینو د موندلو او ورته د سزا غوښتنه وکړه.

افغانزی وايي، خبریالانو تل هڅه کوي له واقعیتونو پرده پورته کړي، نو دوی باید په نښه نشي او د ژوند او خوندیتوب ته يې پاملرنه وشي.

د دې اعتراضیه ناستې په پای کې د لوګر د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر نورالله ستانکزي د غونډې ۵ ماده ییزه اعلامیه هم ولوسته.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې لیکلي وو: « د حفیظ الله حقپرست د شهادت پېښه دې د جګړې ښکېل اړخونه په جدي او هر اړخیزه توګه وڅېړي، قاتل دې پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي، ژورنالیستان او خپلواکې رسنۍ ملکي اهداف دي؛ د جګړې له دواړو لورو غوښتنه کوو، چې د دوی خوندیتوب او مصئونیت برخې ته جدي پاملرنه وکړي، د ژورنالیستانو له ملاتړو ټولنو، افغان دولت او نورو اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه کوو ترڅو د شهید حقپرست له کورنۍ سره مرستې وکړي.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د حقپرست د مړینې مسوولیت نه دی منلی.

په ورته وخت کې د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي بیا د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ وکړ، چې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

نوموړی وايي، افغان حکومت او طالبان دې په هغو سیمو کې چې عام ولس اوسي او دوی ته د تلفاتو د اوښتو وېره وي له جګړې ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب