شاید تاسو هم د یوه ځانګړي کس سره مینه تجربه کړي وي. په داسې شرایطو کې کله چې تاسو د هغه شخص نوم اورئ او یا هم هغه کس درته غږ کوي، زړه مو ټوپونه وهي او کله چې تاسو ته نږدې وي، خپړې مو خولې شي. شاید داسې فکر کوئ چې په ټوله نړۍ کې همدا یو کس دی، خو له کومه پوه شئ چې په رښتیا میین شوي یاست؟ له کومه پوه شئ چې دا رښتنی حس دی او که نه؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د عشق په اصلیت پوه شئ، کم ترکمه که مو مینه هم کوله په دې پوه شئ چې مینه مو څومره رښتنې ده او ځان مو لکه د یو معتاد په کې له لاسه ورنکړئ.
د ځینو پوهانو له نظره مینه درې ګونې مرحلې لري.
د ښځو په نړۍ کې نارینه اوسه (Being a Man in a Woman’s World) کتاب لیکوال دنیس ندر ( Dennis Neder) وایي: «مینه درې مرحلې لري: د زړه بایللو مرحله، د پیوند مرحله او د پېژندلو مرحله، د دې درې مرحلو په پېژندلو سره پوهېږئ چې ستاسو مینه تر کومې کچې په اصطلاح واقعي ده.»
د ډاکټر ندر په وینا، د شیدایۍ یا زړه بایللو مرحله هغه ده چې تاسو نشئ کولی هغه/ هغې ته د رسیدو لپاره انتظار وکړئ. د مینې دغه مرحله رومانتیکه او خیالي ده. په اصل کې دا هماغه مرحله ده چې خلک یې واقعي مینه بولي، خو دغه مرحله د یو لنډ مهال په ترڅ کې له منځه ځي.
ښه په دې مرحله کې زما نقد اونظر دا دی چې زړه بایلل یا د خلکو په اصطلاح واقعي مینه څنګه کیدی شي چې په لنډ مهال کې له منځه لاړه شي؟ کنه مینه خو باید ابدي او بې پایه وي.
دویمه مرحله پیوند دی. د دې مرحلې په اوږدو کې تاسو کوښښ کوئ چې مقابل لوری وپېژنئ او د ژوند ټولې بېلابېلې کړنې مو د هغه/ هغې په اساس برابروئ. که چېرې دغه مرحلې ته ادامه ورکړئ په تدریجي ډول درېیمې مرحلې ته ورننووځئ چې هغې ته د پېژندنې یا آشنایي مرحله وایي.
د پېژندنې په مرحله کې داسې برنامې جوړوئ چې مقابل لوری په هغه کې شتون ولري او په پایله کې ورسره واده کوئ. تاسو لږلږ پام دې ته کوئ چې مقابل لوری مو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه څه احساس لري او له څه شي خوند اخلي. او همداراز په عین وخت کې په خپل شخصي ژوند، لاروچارو او موخو تمرکز کوئ. د متخصصانو په باور «رښتنې مینه» له همدې ځایه پیلېږي. (شهرابي، ۱۳۹۰، ۱۶۵مخ)
دلته بیا ځینې ملاحظې شتون لري که چېرې دغه درېیمه مرحله د «رښتنې مینې» پیل وي نو موږ په سلګونو داسې پېښې وینو چې دوه میینان له واده وروسته یا سره جلا کېږي یعنې طلاق اخلي او یا هم ژوند یې له تاوتریخوالو څخه ډک شي، یعنې په دې مانا چې په ژوند کې یې تفاهم نه وي، نظرونه متفاوت شي او د یو بل نظر ته احترام او ارج نه کېښودل کېږي. همدایې وجه ده چې یا به سره جلا کېږي او یا به یې ژوند تریخ وي. دا چې کومه عوامل د دوی ژوند ته بدلون ورکوي او د مینې رښتینوالی د پوښتنې لاندې راولي کیدای شي ګڼ دلایل ولري چې په دې مقاله کې د حجم د زیاتوالي له امله نشي ذکر کیدای.
په اصطلاح د «رښتنې مینې» تعریف:
د مینې کیسه( Love Story) فلم مشهورې جملې پر اساس، مینه یعنې هېڅ کله مجبور نشې چې عذر وکړې، خو کله چې د مینې کارپوهانو څخه د رښتنې مینې په باب پوښتنه کېږي، لږ مکث کوي او په فکر کې ډوب شي. شاید دلیل یې دا وي چې د رښتنې مینې تعریف د بېلابېلو کسانو په وړاندې متفاوت وي.
ډاکټر ندر وایي: «رښتنې مینه په دې مانا ده چې د مقابل لوري لپاره د روغتیا میزان، آرمتیا او نیکمرغي له خپل هغو څخه زیاته وغواړې، په داسې حال کې چې د خپلو کلماتو، افکارو او کړنو ته مو ډېر پام وي او په ځانګړې توګه که چېرې هڅه کوئ چې ښایي رفتار مو مقابل لوري ته د خوښې وړ وي نو په حقیقت کې تاسو میین شوي یاست.»
دلته د ډاکټر ندر د ادعا مطابق موږ بیا د مینې او عتیاد ترمنځ خورا نږدې اړیکې پیدا کولی شو هغه دا چې میین د خپلې مینې پر وړاندې خپل روغتیا ته هېڅ ژمن نه وي او ورته اصلاً مهمه نه وي، همداراز تاسو ډېری معتادین وینئ چې د مرګ تر بریده هم له خپلې کړنې نه وي پښېمانه او خپل صحت د همدې لارې قرباني کوي.
« د ښځو بدن ـ د ښځو حکمت» ( Woman’s Bodies, Woman’s Wisdom) کتاب او د «یائسګۍ حکمت» (The Wisdom of Menopause) کتاب لیکوال کریستین نرتروپ ( Christiane Northrup)، وایي: «رښتنې مینه هغه وخت منځ ته راځي چې تاسو په کافي کچه مقابل لوري ته د دې اجازه ورکوئ چې په شته امکاناتو او مناسب زمان کې، هغه څه چې غواړي هماغه څه ترې جوړ کړئ.( امامي ، ۱۳۹۵ل، ۷۴مخ)
مانا دا چې موږ یې ټاکو چې څوک مو خراب کړي او له پښو مو غورځوي.
برعکس که چېرې یوڅوک تاسو ته وایي چې « که چېرې له ماسره مینه لرې، نو باید……» دغه بیا اصلاً مینه نه ده. د داکټر نرتروپ د وینا پر اساس دغه ډول مینه د یو کس د کنترول لپاره یوه وسیله ده او د میتافیزیک عقیدې پر اساس په دویمه (جنسي چاکرا) کې قرار لري. خو رښتنې مینه بیا له څلورمې چاکرا څخه سرچینه اخلي او په آسانۍ سره پرته له کوم قید او شرط څخه پېژندل کېږي. )رسولي، ۱۳۹۵، ۱۲۳مخ)
د (ابدي مینې) کتاب لیکوالان ډاکټر کاتلین هندریکس او ډاکټر ګی هندریکس وایي: رښتنې مینه هغه وخت منځ ته راځي چې یو شخص د ناخودآګاه ژمنې څخه د خودآګاه ژمنې پر لور مخکې ولاړ شي. کله چې خلک وایي د اړیکې درلودل واقعاً سخت کار دی؛ دغه بیا د ناخودآګاه ژمنې وینا ده.
ژمنه په دې مانا چې تاسو خپله واقعي او رښتنې څېره خپل شریک ته ښکاره کوئ او په هر حالت کې له هغه/ هغې څخه ملاتړ کوئ.
عاطفي اعتیاد پر مخدره توکو یا الکولي څښاک باندې د اعتیاد په څېر دی.
دغه ډول مینه مقابل لوري ته د ودې، پرمختګ او سمسورتیا اجازه ورکوي، یعنې د یوه قوي پشتیوان په توګه هڅه کوي چې معشوق یې دروني ځواک ته ورسېږي، ځکه پوهېږي څوک چې دروني ځواک ته لار پیدا کړي، په دې توانېږي چې نورو ته هم ځواک وروبښي.
که چېرې عاشق دې ته لېوال وي چې معشوق یې د ده په زړه پرېکړې وکړي، پرته له شکه چې دی په خودخواهۍ «زه» کې ښکېل دی، او ټول وجود یې د مالکیت احساس تر ولکې لاندې دی، هغه عاشق چې تل په دې هڅه کې وي چې معشوق ته بدلون ورکړي، خپل ځان ته له درنښت څخه محروم دی او تر اوسه نه پوهېږي چې رښتنی عاشق، معشوق چې یې هر ډول وي هماغسې یې قبلوي. (رضاجو، ۱۳۹۸، ۴۹مخ)
برانډن وایي: ٫« مینه او عاطفه هېڅکله د انساني هویت ځای ناستې کېدای نه شي» یعنې سربېره پر دې چې تاسو یوچا سره مینه لرئ، هویت مو له لاسه نه ورکوئ، خو نور فلاسفه په دې عقیده دي چې که چېرې تاسو له سره تېر او خورا زړه بایلونکی میین یاست نو خپل ځان ته حرمت له لاسه ورکوئ او ځان ته یو ډول سپکاوی دی، یعنې د دې پر ځای چې مقابل لوري سره مینه وکړئ پرې معتاد یا اخته کېږئ، ځکه نور تاسو ته کوم هویت نه پاتې کېږي، چې د هغه د سیوري لاندې خپله خپلواکي وساتئ. (جمشیدي، ۱۳۹۵، ۱۴۳مخ)
په داسې حال کې که چېرې ستاسو د اړیکې ترمنځ خلل پیدا شي، د روحي او اروایي ضعف او فشار لاندې راځئ او حتا د بېخودۍ تر سرحده رسېږئ. ځان وژنې، تېزاب پاشل او له خپلې مینې څخه کرکه کول، دغه ټول د هویت له لاسه ورکولو څخه منځ ته راځي. که چېرې یو میین خپل ځان ته ارزښت او درنښت قایل وي، په یقین سره چې بېلتون ورته فاجعه نه ښکاري، او جنون آمېزه کارونه ته لاس نه پورې کوي.
که غواړئ دغه اعتیاد چې د مینې تر نامه لاندې یې پېژنئ منفي تأثیر درباندې ونه کړي نو خپل ځان، عقیدې او سلیقې ته مو احترام ولرئ او همداراز د خپل معشوق.
د ارواپوهانو له نظره عاطفي اعتیاد د مخدره توکو او الکولي مشروباتو د اعتیاد په څېر دی چې سړی د اړتیا په حکم د هغوی خواته ورجذبېږي. نو په میین کې معنوي فقر د دې باعث کېږي ترڅو ډېر قوي د معشوق پورې زړه وتړي او په ډېرو برخو کې د هغه/ هغې پورې کشال اوسي او که چېرې د ځینو دلایلو له امله یې اړیکه پرې یا ضعیفه شوه نو عاطفي معتاد به له خورا عاطفي ستونزه سره مخ شي او د هغه معتاد په څېر چې د مخدره توکو څخه منعه شوی وي په پوره بېتابۍ سره به سر او تندی وهي.
که تاسو بیا هم غواړئ چې اعتیاد او مینه سره بېل کړئ نو زما نظر په اصطالاح د مینې په باب داسې دی چې واقعي میین نه څوک تر خپل استعمار لاندې راولي او نه د چا د استعمار د لاندې راځي، هغه څوک چې په استقلالیت باور لري هغه نه د چا مطلق ملکیت ګرځي او نه پر چا د مالکیت احساس لري.
اوسه خبره دا ده چې آیا ټولو مینو ته اعتیاد ویلی شو که نه؟
مینه په درې منابعو وېشو لومړی له خدای (ج)، پیغمبر (ص) او د دیني ـ مذهبي مقدساتو سره مینه؛ تاسو که د دې مینې جوهر او اصلیت ته پام وکړئ په دې کې ځینې اهداف نغښتي وي او همدغه ډله کسان هېڅکله هم په هر حالت، مکان او زمان کې یې مینه یو ډول او ثابته نه پاتېږي، دلته به یا ډار او یا به د مینې په بدل کې د رضایت او اخروي بریا غوښتنه وي.
دویم ټیپ مینه چې هغه د مور او بچي ترمنځ ده په دې مینه کې هم یو ډول عاطفي اړیکې موجودې وي چې په دوه برخو یې وېشو یوه یې فزیولوژیکي او بله یې میتافیزیکي یعنې یوازې عاطفي او ټاکلو موخو له پاره مینه ده، فزیولوژیکي یې د اوکسي توسین (Oxytocin)چې نوروهیپوفیزیال او اولیګوپپتیدي هورمون دی اړوندېږي چې په پستاندارانو یعنې تیلرونکو کې موجود وي. دغه اوکسي توسین په طبیعي بڼه په هیپوتالاموس کې تولیدیږي او په هیپوفیزپسین کې ذخیره او ترشح کېږي او په عاشقانه اړیکو کې مهم رول لري. (ویکي پیډیا)
او عاطفي یا د مشخصو اهدافو برخه یې چې ده د مور خوښي او امید دی چې د خپل بچي پر وړاندې یې لري او د خپل بچی خپل ملکیت ګڼي په همدې اساس ورسره مینه کوي خو که چېرې د دغې مینې ژورو ته پام وکړو نو په دې پوهېږو چې دغه ډول مینه هم یو ډول عادت دی د بېلګې په توګه ماشوم چې څومره غټېږي په هماغه کچه د مور اړیکه سره پیکه کېږي او یا هم سره لرې کېږي، که د یوه ماشوم لرېوالی مورته ګران کار وي خو چې کله همدا بچی یې غټ شي بیا یې بیلتون ورته دومره ستونزمن نه وي. حتا داسې بچیان او میندې هم پېژنم چې له سره یو بل سره مینه نه لرې مور ته خپل زوی/ لور او زوی/ لور ته خپل مور دومره اهمیت نه ورکوي او حتا ناوړه چلند هم ورسره کوي.
درېیم ټیپ مینه د یوه هلک او نجلۍ ترمنځ او یا هم د یو بل څیز سره لکه، حیوان، موټر، مباییل او یا ځینې نورو شیانو سره مینه دا بیا په خپل منځ کې په دوه برخو وېشو یوه د مشخصو اهدافو لپاره ده چې کیدای شي جنسي موخې او همداراز د ځان غوښتنې او په ټولنه کې د ځان برجسته ښودلو په موخه وي. او دویمه برخه یې تر ډېره عاطفي وي او همدا یې خطرناکه برخه ده چې خلک یې رښتنې مینه بولي دلته لکه څنګه چې په مخکنیو پاراګرافونو کې ورته اشاره شوې ده سړی پرې داسې اخته کېږي لکه څوک چې په مخدره توکو اخته وي، اصلاً ورته ژوند بې مانا شي او د ژوند ټول او تر ټولو ستره موخه یې همدا عاطفي مینه وي.
حتی داسې کسان هم پېژنم چې په ژوند کې څوـ څو ځله میین شوي وي او خپله ړومبۍ مینه یې هم هېره کړې وي او اوس ورته په خپل ژوند کې هېڅ ارزښت نه لري او اصلاً یې له ذهنه وېستلي وي، دا خبره به ځینو ته د قناعت وړ نه وي خو کله چې دغې مرحلې ته وننووځي او عملاً یې تجربه کړي بیا ښه یې قناعت حاصلېږي.
د یادونې وړ ده چې په دې مقاله کې د لسګونو مینانو، ډاکټرانو نظرونه او اندونه اخیستل شوي دي.
اخځلیک
۱ـ نورتراپ کریستین،( ۱۳۹۵هـ،ش)، جسم زن خرد زن، ترجمه: سرمه رسولي. موسسه کتاب چرخ فلک.
۲ـ لوین امیر او ریچل هِلر، (۱۳۹۸هـ.ش)، دلبستګي، ترجمه: بهار رضاجو، tarcherPergee
۳ـ ستاندال، (۱۳۹۵هـ.ش)، درباره ی عشق، ترجمه: ګلاره جمشیدي: نشر قطره.
۴ـ آلن دوباتن، (۱۳۹۵ هـ،ش)، جستارهایی در باب عشق، ترجمه: ګلي امامي: نشر نیلوفر.
۵ـ لئو بوسکالیا، (۱۳۹۰هـ.ش)، کلاس عشق، ترجمه: مجید شهرابي: نسل نواندېش.
۶ـ د ویکي پیډیا فارسي وېب پاڼه.