جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهطالبانو له ترکیې هم وغوښتل چې خپل ځواکونه وباسي

طالبانو له ترکیې هم وغوښتل چې خپل ځواکونه وباسي

تاند(جمعه، د جوزا ۲۱) ترکي رسنۍ وايي، وسله والو طالبانو له ترکیې غوښتي چې خپل ځواکونه له هغې موافقې سره سم له افغانستانه وباسي چې دې ډلې له امریکا سره د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه کړې ده.

طالبانو دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې امریکا او ناټو له ترکیې وغوښتل چې د ناټو د یوازیني اسلامی هیواد په توګه په افغانستان کې د دیپلوماتانو د خوندیتوب لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت وساتي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د چهارشنبې په شپه ناوخته د خپل هیواد دولتي (ټي آر ټي) تلویزیون ته وویل «په افغانستان کې پاتې کېدل داسې مسوولیت نه دی چې یو هیواد یې د نورو له ملاتړه پرته په غاړه واخیستلی شي. امنیتي خطرونه شته، او ورسره ډېر مالي لګښت. باید چې لګښتونه شریک شي.»

د امریکا او نړیوالو لپاره د کابل د هوايي ډګر امنیت په دې خاطر هم مهم دی چې په دې ښار کې ګڼ شمېر دیپلوماتان او سفارتونه لري.

ترکیهترکي رسنۍ وايي، د طالبانو د قطر د دفتر غړي سهیل شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ترکیې غوښتل شوي چې د ناټو د نورو هیوادونو د ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر امنیت په غاړه واخلي، ویلي چې د ترکیې پوځ هم باید ووځي.

ده همداراز ویلي«ترکیه په تېرو ۲۰ کلونو کې د ناټو برخه وه، نو چې داسې ده، دوی باید له امریکا سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.»

په پام کې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتلو موضوع د دواړو خواوو د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت لپاره پیسې غواړي

1 COMMENT

  1. دا د طالبانو غوښتنه نه ده او نه دا واک لري،دا خبرې د‌پنجاب دي او خولۀ دطالبانو ده او غواړي چې افغانان هيڅکله خپلواکه نه وي او اوس غواړي چې د کرزي هوايي ډګر هم کنټرول کړي، طالب دې خپلې کورنۍ يوار افغانستان ته راولي بیا به وګورو چې په ريښتيا دوی طالبان دي او که غلامان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب