Homeخبرونهترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت لپاره پیسې غواړي

ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت لپاره پیسې غواړي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۲۰) ترکیه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو په بدل کې د ناټو له غړیو هیوادونو څخه پیسې غواړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره شپه (چهارشنبه) د خپل هیواد دولتي (ټي آر ټي) تلویزیون ته وویل «په افغانستان کې پاتې کېدل داسې مسوولیت نه دی چې یو هیواد یې د نورو له ملاتړه پرته په غاړه واخیستلی شي. امنیتي خطرونه شته، او ورسره ډېر مالي لګښت. باید چې لګښتونه شریک شي.»

امریکا او ناټو له وړاندې څخه له افغانستانه د خپلو پاتې پوځیانو پر ایستلو پیل کړی دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پر اساس، د مې د میاشتې له پیله تراوسه پورې امریکا په افغانستان کې د خپلو ۲۵۰۰ سرتېرو په سلو کې ۵۰ ایستلي دي. د ناټو نورو غړیو هم خپل اکثره ځواکونه ایستلي خو په دې منځ کې د ترکیې پوځیان لا هم په افغانستان کې دېره دي.

ترکیه پر دې سربېره چې یو اسلامي هیواد دی، له پاکستان سره ډېرې نژدې او ستراتیژیکې اړیکې لري.

د امریکا او نړیوالو لپاره د کابل د هوايي ډګر امنیت په دې خاطر هم مهم دی چې په دې ښار کې ګڼ شمېر دیپلوماتان او سفارتونه لري.

په پام کې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتلو موضوع د دواړو خواوو د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

پرون (چهارشنبه) د پنتاګون ویندوی جان کربي وویل«په دې اړه خبرې روانې دي چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت مسوولیت د چا په غاړه وي او په څه حد کې د  دغه هوايي ډګر د امنیت لپاره ځواکونه وګومارل شي.»

ترکیه له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري. د دغه هیواد بنسټګر مصطفي کمال اتاترک په ۱۹۲۸ م کال، کله چې د افغانستان د هماغه وخت د پاچا امان الله خان حکومت د سقوي بلوا په نتیجه کې له پرزېدو سره مخامخ شو، د افغانستان ته یې د کومکي ځواک د لېږلو وړاندیز وکړ خو د افغانستان پاچا ونه مانه.

د امان الله خان پر ضد د بلوا په عواملو کې یو هم ترکیې ته د زده کړو لپاره د نجونو استول و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...