دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+د بریالۍ مبارزې څرنګوالی| جنرال دولت وزیري

د بریالۍ مبارزې څرنګوالی| جنرال دولت وزیري

کله چې پوځونه په جګړه لاس پورې کوي، له لویه سره یې غوره موخه د جګړې ګټل او د مقابل لوري ماتول وي.

که چېرې یوه خوا په دې باوري وي چې جګړه نه شي ګټلای او حتمي يې بایلي، په هېڅ صورت به جګړې ته زړه ښه نه کړي. په همدې توګه که یو افسر یا سرتېری په دې پوه شي چې حتمي له دښمن سره په جګړه کې وژل کېږي، هېڅوک به د جګړې ډګر ته لاړ نه شي. ټول په دې فکر وي چې لومړی دښمن ماتوي، جګړه ګټي، دښمن وژني او بیا په خپله بریالی او روغ رمټ بېرته کور ته راځي. په دې برخه کې د قوماندان له خوا سرتېرو ته د جګړې د زیانونو او د ګټلو د ګټو په اړه باید معلومات ورکړل شي.

په ژوند کې هر کار که ډېر ساده هم وي، تر سره کول يې ځان­ته خپل اصول او قواعد لري. دا ډول اصول او قواعد د کلونو کلونو تجربو حاصل وي. جګړه هم په احساساتو او په تش غرور نه ګټل کېږي د ګټلو او بایللو لپاره يې ځانګړي اصول را منځته شوي دي. دې اصولو او قواعدو ته د پوځي پوهې او هنر پوهانو پېړۍ- پېړۍ زیار ګاللی او د ډېرو تجربو په پایله کې يې د يوې بريالۍ جګړې لپاره اصول را منځته کړي دي. دې اصولو او قواعدو ته په پوځي ژوند کې پوځي دکتورین، پوځي ستراتیژي او ډول- ډول پوځي یا جګړه ییز تکتيکونه وايي.

سون تزو د پوځي هنر پوه نېږدې درې زره کاله مخکې په دې هکله کره او ډېر غوره نظر ورکړی دی، هغه وايي:

«جګړه هغه څوک ګټي چې په پوځي هنر پوه  وي او وکولای شي چې د جګړې په ډګر کې ترې سمه ګټه پورته کړي.»

په افغانانو کې غوره متل دی وايي:«ترکاڼي د بیزو کار نه دی.» دا ډېره لنډه وینا ده، خو یو کتاب مانا په کې پرته ده.

ډاکټر د انجنیر او ترکاڼ د ډاکټر کار نه شي کولای، په هماغه بڼه یو ډاکټر د انجنیر او ترکاڼ کار نه شي کولی. سیاست د سیاستوالو کار وي او جګړه د پوځیانو او د هغه جنرال چې پوځي پوهه ولري، په پوځي هنر پوه وي، د بریالۍ جګړې تجربه ولري، انګېزه او د هېواد لېونۍ مینه او صداقت ور سره مل وي.

د دې تر څنګ انګېزه، صداقت، زړورتیا، پوځي پوهه او له هېواد سره مینه هم د يوې بريالۍ جګړې لپاره بسنه نه کوي، لکه چې وايي:«هر سړی پیدا دی خو خپل کار لره کنه…»

بریالی او په پوځي هنر پوه جنرال هر چا ته د هغه له وړتیا سره سمه دنده سپاري. له هر کودن څخه د جګړې د ګټلو تمه نه کوي. سون تزو به ویل:

«زړور ته د برید دنده وسپارئ، ځکه زړور به د اسماني برېښنا او تندر په څېر له اووم اسمان څخه پر دښمن را ودانګي او دښمن به په خپله زړورتیا سره رېز مرېز کړي. ډارن او احتياط کار ته د مدافعې دنده وسپارئ، ځکه هغه به د وېرې او احتیاط له امله د ځمکې په اومم تل کې ځان پټ او ښخ کړي، د دښمن د برید پر وخت به د مرخېړیو یا پوڅکیو په څېر له ځمکې سر راپورته کړي او دښمن به د نېستۍ کندې ته ورټېل وهي. ډیر هوښیار نه د برید توان لري او نه د مدافعي لپاره جوړ وي، داسې کسان پوځي پوهنتونونو ته ولېږئ، چې د برید، مدافعې، پلان جوړونې او سوق و ادارې لپاره کسان وروزي، دوی یوازې د روزلو وړتیا لري.»

په ډېرې بخښنې سره د رمې پر سپیو ښکاريان، سوی نه نیسي او شپون خپله رمه تازیانو ته نه سپاري. هوښیار پوځي مشر خپل پرسونل لږ تر لږه په درېیو برخو وېشي، یوه ډله هغه کسان دي چې ډېره لوړه فزیکي وړتیا لري، ځوانان وي، ښې منډې وهلای شي، په غرو او رغو کې نه ستړي کېږي، له ډزو نه ډارېږي، د لوږې او تندې توان يې لوړ وي. دا هغه کسان دي چې عمرونه يې تر ۳۵ کلونو پوري وي.

د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د افسرانو او سرتېرو د ذاتي قانون له مخې یوویشت کلن او دوه ویشت کلن ځوانان به عسکرۍ خدمت ته تلل او بیا تر ۳۵ کلنۍ پورې به په احتیاطو کې وو.

دویمه ډله هغه کسان دي چې عمرونه يې د ۳۵ او ۵۵ کلونو تر منځ دي. دغه ډله تل په پلان جوړونه بوخت وي، ځکه دوی لازمه تجربه تر لاسه کړې وي، څومره چې دقیقه او له شرایطو سره برابره پلان جوړونه وشي، د جګړې په ډګر کې بریا حتمي کوي او د جګړې د بایللو مخه نیسي. د شاه په واکمنۍ کې هم امر افسران په ۵۴ کلنۍ کې تقاعد ته سوق کېدل او لس کاله نور به په احتیاطو کې وو.

درېیمه ډله هغه کسان دي چې د سوق و ادارې مسؤلیت په غاړه لري او دوی عالي رتبه افسران یا جنرالان دي چې د شاه د واکمنۍ پر مهال به په ۶۰ کلنۍ کې تقاعد ته تلل او بیا به د لسو او پنځلسو کلونو لپاره په احتیاطو کې وو. دا ډله هغه کسان وو، چې ټول ژوند يې د نظام په خدمت کې تېراوه او د بشپړې تجربې لرونکي به وو. له دې ډلې به ځینو د ژوند تر پایه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له نظام سره کار کاوه او د بشپړ درناوي څخه به برخمن وه.

کله چې زه حربي ښوونځي ته راتلم ۱۴۴۵ کال و، د حربي ښوونځي قوماندان خدای بخښلی جنرال محمد عثمان ځان و. کله چې ما د پخواني او متقاعد لوی درستیز جنرال غلام حسن خان سپارښت پاڼه ورکړه، جنرال عثمان خان لومری پر خپلو سترګو وموښله بيا يې مچې کړه او زه يې بې له پوښتنې په حربي ښوونځي کې شامل کړم.

دغه ډول درناوی او یو پر بل باور د جګړې په ګټلو کې ډېره مرسته کوي، ځکه منضبط او باډسپلینه پوځ د جګړې د ګټلو وړتيا لري.

د جګړې ګټل او یو او بل ته درناوی د ښې ښوونې او روزنې په پایله کې تر لاسه کېږي. د هوښیارانو خبره یو په پوځي هنر پوه او جنګي کس له سلو زرو بې زړه او کودنو څخه ښه وي.

د پوځي هنر او پوځي پوهې په پایله کې قوماندان دا وړتیا تر لاسه کوي چې څرنګه، چیرې او په کومو وسایلو د دښمن پر ضد جګړه پیل او بیا يې په خپله ګټه پای ته ورسوي.

که جګړې ته زړه ښه کوئ او یا که جګړه در باندې تحملېږي، د ګټلو په هکله يې فکر وکړئ، په بري باور ولرئ، د ماتې فکر له ذهنه وباسئ، خپله وړتیا لوړه کړئ، هغه چاته دنده وسپارئ چې پر بري باور لري او په لوړه انګېزه بې له وېرې د نظام بقا غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب