دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبغلان کې موټربم چاودنه؛ ۳ طالب ځانمرګي او ۳ سرتیري یې وژلي

بغلان کې موټربم چاودنه؛ ۳ طالب ځانمرګي او ۳ سرتیري یې وژلي

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۰) تېره شپه د بغلان مرکز پلخمري په اړوند سیمه کې د ملي اردو پوستې ته نیږدې موټر بم چاودنه شوي ده.

د هېواد په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو چارواکو ویلي چې طالبانو غوښتل د پلخمري ښار اړوند په باغ شمال سیمه کې د ملي اردو پر پوسته موټربم ډله ایز برید وکړي چې هدف ته له رسیدو وړاندې یې له منځه وړی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخي، په یاده چاودنه کې د طالبانو درې ځانمرګي بریدګر او درې د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

په ورته مهال بیا په یاد ولایت کې امنیتي سرچینو ویلي چې طالبانو له دې برید سره همهاله د بغلان-سمنګان لویه لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي او دغه لویه لار یې د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب