سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمجددي: پاکستان کې نور د افغانستان خلاف څوک فتوا نشي ورکولی

مجددي: پاکستان کې نور د افغانستان خلاف څوک فتوا نشي ورکولی

تاند ( جومه، د جوزا ۲۲ مه)  په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي وایي، سعودي عربستان کې د افغانستان سولې په اړه جوړ شوې کنفرانس کې پرېکړه شوې چې پاکستان کې به نور هیڅوک د افغانستان په اړه فتواوې نه شي ورکولی.

مجددي وایي چې د مکې مکرمې د علماوو کنفرانس ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودې او د دې کنفرانس د پرېکړو د عملي کولو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اصلي غوښتنه ده او په دې برخه کې د پاکستان د علماوو ملاتړ اړین وو.

نوموړی وایي، د پاکستان دیني عالمانو اوسنۍ جګړه تحریم کړه او هر ډول تاوتریخوالی چې افغانانو او عام المنفعه ته زیان رسوي، مردود وګڼل.

ده وویل چې د یاد کنفرانس پای کې د یوه کمیسیون جوړولو پرېکړه وشوه چې دوی به هر وخت ناستې کوي او د کنفرانس د اعلامیې او پرېکړو د عملي کولو په اړه به سلا مشورې کوي.

د هغه په وینا، دا کمیسیون به په پاکستان کې د افغانستان خلاف د فتواګانو ورکولو او تاوتریخوالي ته د هوا ورکولو د هڅو مخنیوی هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ډیری دیني عالمانو به د پاکستان حکومت تر څار لاندې مدرسو کې د افغانستان په اړه فتواګانې ورکولې او ویل به یې چې افغانستان کې جګړه ستر جهاد دی.

د دې ترڅنګ ویل کیږي چې لا هم په پاکستان کې زرګونه دیني مدرسې شته چې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي او بیا له همدغو مدرسو فارغ کسان افغانستان ته د جګړو لپاره رالېږل کیږي.

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا څانګې مشر ایمل ولي خان هم تېره ورځ د جانخیلو غونډه کې د دې خبرې پخلی وکړ چې پاکستان لا هم زرګونه کسان د دیني زده کړو په نوم د افغانستان جګړې ته روزي.

هغه وویل دې وروستیو کې د کوټې او چمن له لارې سلګونه جنازې پاکستان ته راوړل شوي چې د افغان پوځیانو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل خبر ورکړ چې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې یې د عملیاتو پر مهال سلګونه وسلوال طالبان وژلي چې ډیری پکې پاکستاني اتباع دي.

هغه ویلي وو چې د یادو وژل شویو طالبانو جسدونه د سرې میاشتې په مرسته پاکستان ته ولېږدول شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب