Home+د کورونا په وړاندې سږي څنګه وساتو

د کورونا په وړاندې سږي څنګه وساتو

د کرونا درېیمه څپه خورا په خطرناک ډول پورته روانه ده. په لندن کې د افغان متخصص ګران ورور ډاکتر صاحب شریف طریف دا سپارښتنې او ورسره انځور شریکوم. هیله لرم ګرانو هیوادوالو سره به د دې مرګونې ناروغۍ سره په مقابله کې مرسته وکړي:
د انسان ۷۰٪ سږي د سینې شاتنۍ خواته پراته دي. پرونینګ (په خیټه یا پړمخې څملاستل) مرسته کوي چې دا اویا فیصده سږي په فعاله توګه تنفس کې برخه واخلي، او د بدن د اکسیجن اړتیا کمولو کې مرسته وکړي. کیدای شی ځینی ناروغان د CPAP او وینټیلیټر له اړتیا هم بچ شي. په لنډه توګه د پرونینګ ګټې دا دي:
1) په وینه کی د اکسیجن کم غلظت یا هایپوکسیمیا کموي.
2) په سږو کې د هوا او د وینی د بی لارې کیدو (shunting ) مخنیوی کوي
3) سږي له ښAtelectasis څخه ساتي (په اتیلکتاسزس کې د سږو له یوې برخې څخه هوا وزي او پرځای یې اوبه راټولیږي) چې د سږو په شاتنۍ برخه کې ډیر زیات لیدل کیږي.
4) د بلغم او تنفسی ترشحاتو په وتلو او تصفیه کې مرسته کوي.
پروننګ د ۳۰ دقیقه یي دورې سره پیل کړئ او ورو ورو یې وخت زیات کړئ.
ډاکتر ابراهیم شینواری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...