Home+سرېلانکا کرکټ بورډ د لنکا لیګ د ځنډېډو راپورونه رد کړل

سرېلانکا کرکټ بورډ د لنکا لیګ د ځنډېډو راپورونه رد کړل

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲) د سریلانکا سوداګریز لیګ ( لنکا) دویم پړاو په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.

دا لیګ به د جولای له ۳۰مې د اګست تر ۲۲مې نېټې پورې ترسره شي.

د سریلانکا کرکټ بورډ د دغه لیګ د لغوه کېدو یا ځنډېدو خبرونه رد کړل او ویلي یې دي، چې دوی د ټاکل شوي پلان سره سم دا لیګ ترسره کړي.

په سریلانکا کې د کورونا ویروس پېښې زیاتې شوي دي.

د کورونا له وېرې په ياد هېواد کې د مې میاشت راهیسې د تګ راتګ بندېزونه هم لګېدلي دي.

د یادونې ده چې، تېر کال د سرېلانکا کرکټ بورډ د لنکا سوداګریز لیګ سیالیو لومړی پړاو ترسره کړ، چې د نورو لوبغاړو تر څنګ پکې افغان لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...