چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا: له دې وروسته د سرتېرو د ایستلو معلومات نه خپروو

امریکا: له دې وروسته د سرتېرو د ایستلو معلومات نه خپروو

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹) د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، د سرتېرو د ایستلو بهیر په سمه توګه په مخ روان دی، خو تر دې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا پنځه سووه پروازونو کې ګڼ امریکايي سرتېري او زرګونه قطعې نظامي توکي له افغانستان ایستل شوي او دا بهیر په منظمه توګه مخ ته روان دی.

د کربي په خبره له دې وروسته د امنیتي او استخباراتي مسایلو له امله د سرتېرو د ایستلو جزیات هم له رسنیو سره نه شريکوي.

هغه زیاته کړې چې د سرتېرو د ایستلو د بهیر امنیت په سمه توګه تامین دی او ټول اړین تدابیر لا هم پر خپل ځای دي.

په همدې حال کې بیا تېره ورځ د امریکایي پوځ د مرکزي قومنداني چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې له افغانستان څخه یې د سرتېرو د ایستلو بهیر ښه پر مخ روان دی او دوی بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي.

هغوی ویلي، اوسمهال سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات له افغانستان ایستل شوي او د دوی د اټکل له مخې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ شوی دی.
https://taand.net/?p=188171

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب