چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهکانګریس: د امریکا افغان همکارانو ته باید د وېزو ویش لړۍ لا...

کانګریس: د امریکا افغان همکارانو ته باید د وېزو ویش لړۍ لا چټکه شي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹مه) د امریکا کانګریس ویلي، د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته دې د وېزو د ورکولو پروسه چټکه کړل شي.

د امریکا کانګریس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د افغان ژباړنو او د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو ژوند له خطر سره مخ دی.

دوی یو ځل بیا له انټوني بلینکن غوښتي چې دغه ډله کسانو ته دې د وېزې ورکړه چټکه کړي او په دې توګه دې د هغوی ژوند وژغوري.

د سرچینې په خبره ځینو استازو همدا راز غوښتنه کړې چې د امریکا کانګریس باید اته زره نورې وېزې هم د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته منظورې کړي.

په امریکا کې دا بحثونه وروسته له هغې راپورته کیږي چې طالبانو پر افغان ژباړونکو غږ وکړ چې له افغانستان دې نه ووځي، که په هر برخه کې د کار کولو وړتیا لري، همدلته دې خدمت وکړي؛ ځکه د دوی له لوري ورته زیان نه رسیږي.

1 COMMENT

  1. امریکا یعنی نمرود!
    امریکا باید ژر تر ژره زمونږ ملی اردو او نور مسلحی قواوی، پارلمان،او د عدلیې وزارت ټول منسوبین له افغانستان وباسی! څکه چي تر ترجمان بیچاره خو یوازې ترجمه کوله خو دا نورو طابان مستقیما وژل او بندیان کول!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب