چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeدا هم ولولئپه درسي بهير کې د ارواپوهنې اړتيا

په درسي بهير کې د ارواپوهنې اړتيا

ژباړن : عزيز احمد تسل

په ۱۹ مسيحي پيړۍ کې م کې وغزېدې ، چې په پايله کې يې د  هر علم   عملي لاس ته راوړنې  څرګندې شوې.چې ارواپوهنه د يوه ځانګړي علم په توګه وپيژندل شوه، نوسم د واره يې  ريښې په هرعل

ښوونه او روزنه هم له دې برخې څخه بې ګټې پاتې نشوه،هره ښونيزه چاره به  د رواني اصولو تر مطالعې لاندې نيول  کېدله.

د ارواپوهنې ځينو عالمانوهم خپلې تجربې په ښوونه او روزنه کې چټکې کړې، چې ژر ښې  پايلې ته ورسېدل .

د اروا پوهانو په باور هر ښو ونکي ته بويه چې  د تدريسي هنر سره جوخت  د اروا پوهنې له  علم  نه خبر وي،ځکه چې په درسي بهيرکې ښوونکي خپلې درسي موخې ته ژر  رسيږي.

که چيرې ښوونکي په تدريسي د ند وکې رواني کړنې(اصول) عملي کړي نوکولی  شي هغه څه چې غواړي نورو ته يې  ور نقل کړي په اسانۍ سره يې ور  رسولی شي، اوکه له رواني اصولو نه  بشپړ مالومات ونلري نوخپلې موخې ته نه شي رسيدای، او پر خپل مسلک بې باوره کيږي،تدریس يې تقليدي بڼه نيسي، هغه علم او خلاقيت چې ور سره وي کټ مټ  به داسې  څرګند شي لکه  د عامو خلکو  له خولې اورېدلې خبرې، زده کونکي به هم  نه  يوازې اخستنه ونه کړي، بلکي  دښوونکي پر علميت به هم بې باوره شي.

 په  درسي بهير کې له نورو نه تقليد کول  د ور ښودلو بريالۍ لاره نه ده، ځکه اختلاف رامنځته کيږي،په همدې سبب مجبور يو چې  په  تدريسي بهير کې په علمي  توګه  له رواني اصولونه کار واخلو.

د ارواپوهنې يو تن عالم (ګابرهابټ )په دې باوردی چې درس ورکول يو هنر دی،بايد په دې چاره کې مهرباني، زړه سوی او ټولنيز ادب په پام کې ونيول شي،يواځې په علمي او مسلکي اصولو دې بسنه نه کوي، دغه عالم په يوه مثال کې وايي :

((دکيميا‌ يو عالم خپلې لابراتواري عمليې له ټولنيز ادب،اخلاقو او ذ وق پرته څيړي خو تدريسي چاره داسې نده تدريس د يوې هنري لوحي انځورولو ته ورته دی، بايد ښکلې وي،ذوقونه پکې وي اويوځانګړی له مانا ډک مفهوم ولري))

دارواپوهنې بل عالم (کرونباک) هم وايي چې په ښونه کې  دعلمي لارو ترڅنګ ذوقونه او ټولنيز اخلاق  بايد په پام کې ونيول شي،نوموړي عالم او د هغه پلويان تدريسي دنده يوه بڼ  ته ورته بولي، دده په اند که چيرې بڼوال  دباغ له خاورې،هوا اوطبيعت سره په علمي توګه اشنا نه وي  دباغ حاصل به يې  پوچ راشي.

همدارنګه که ښونکی هم له رواني پوهې نه بې برخې وي  نو په ډاګه ويلی شو چې   د زدکوونکو لپاره به هېڅ ثمره ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب